د رومانیا د دفاع وزارت اعلان وکړ چی په زابل کی د ماین د چاودنی له امله د پنځو زخمی پوځیانو څخه یو یې مړ سو . رومانیا ۱۰۲۰ پوځیان رالیږلي چی تر اوسه یې ۱۱ وژل سوي او ۳۰ هم ټپي سوي دي .
د یو بل خبر له مخی چی «سی ان ان » ورکړ ، ویل کیږی چی نن په ننګرهار کی د پولیسو پر کاروان هغه بم وچاودېد چی په موټر سایکل کی ایښودل سوی و . دغی چاودنی دوه کسه ووژل خو دا معلومه نه ده چی هغوی پولیس وو که ملکی خلک .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه