. ولس مشر پرويز مشرف د اسرائيلي وزير دفاع باراك سره وكتل پدغه ملاقات كښې دپاكستان د ايټمي اثاتو په شمول نو رو چارو باندې خبرې وشوې دشخصي ټلويزون د راپور ترمخه د واړو مشرانو دوه ځله ملاقات وكړ اولنۍ ملاقات د پيرس په يوه هوټل كښې وشو چې كوم كښې دواړه استوګن وو او دويم ملاقات پر 23 جنوري باندي وشو چې په هغه كښې د اسرائيلو د دفاع وزير دپاكستان د امريكا اتحادي اوسيدلو باندې وستايه او بلخوا ته يې په پاكستان كښې دبنسټپالنې وده كولو باندې انديښنه څرګنده كړه او څرګنده يې كړه چي دپاكستان زروي وسله د بنسټپالو لاس ته تللې شي پدغه وخت ولس مشر وويل چې دپاكستان ايټمي وسله محفوظ ده.