جفا دې وکـــــــــــــــــړله جفا به وينې
گناه دې کړيده ســــــــــــــــزا به وينې
*************
ته به په ژوند کې خندا ونکړې هيڅ
تا ژړولــــــــــــــــــــــې يم ژړا به وينې
*************
زما او ستا نه به وي ډير گــــــنهگار
چې شي قيامت نو دا مــــلا به وينې
**************
چې زموږ ستاسو عمل داسې وي نو
زرې ،زرې به شي دنــــــــــيا به وينې
***************
دلته روا نه کـــوي څوک “مشکوره”
چې په هر خوا ځې ناروا بــــــه وينې
****************