کور / شعر / د کب دریمه

د کب دریمه

دننګیالیوټینګ مورچله دکابل ښکلیه ښاره
سل ځله درنه جار شم میړنیه بالا حیصاره

ته کور داکبر خان يي ای زموږښکلیه کا بله
راویښ شوی دبچی دی زموږ ښکلیه لاله زاره

چی پردو ته دی ښودلی همیشه ده خپله کرکه
خړوب شوی دګلونه په سرو وینو شین شویه زرنګاره

ملالۍ په سرو منګلوراپورته کړی د جنډه ده
میوند د پورته شوۍ غرنیه کندها ره

وږۍ بیا دی ټمبل شوی دمیرویس خان جګه شمله کی
ابدالی دپه مټ کړۍ کوه نوریاغی شویه سنګحیصاره

ځنګلونه دکنړخو نن بیا دی راشنه شوی
نڅولی خپله توره نومیالیه ننګرهاره

طوفانی شوی هلمندلاندی کړی يي ملکونه
دسخي جنډه ده رپیدلی تکبیرونه له مزاره

پورته شوي دی ځوانان تړلی ي خپله ملاده
سري غوټۍ دنن ګل شوي شنه باغونه میدان ښاره

غاټول بیا دی غوړیدلی دوردګو شنه دره کی
را بهیدلی يي چیني دی له جلریزه تر سالاره

راټول شوی دی غازیان نن له لويي پکتیا نه
جرګي دی جوړی شوی دلوګراوچاریکاره

غږد ذکرپورته شوی دغزنی له زیارتونو
په هرات کی بیا جوړکړۍ انصاری دی لوی درباره

لعلونه د بدخشان نن بیا دی ځلیدلی
زمری دی راټول شوی له پنجشیراوګلبهاره

داحدی قلم نن بیا دی راویښ شوۍ
چی يي لیکلی صیفتونه دخپل کلی خپل دیاره