کور / شعر / غزل

غزل

توري زلفي سپين لاسونه بله تر اعلی نه وي
د باز چنګل څه دی؟ د تورو زلفو بلا نه وي

شپه وي تر ابده پروت اوسم د سپوږمي په غيږ کي
تياره نه سي روڼ سهار د لمر ږړه رڼا نه وي

زړونه به د ميني په رازو خپله خبر سي چي
سترګي په خبرو سي د ژبي واوېلا نه وي

د ښکالو په ازانګو سره آشنا سولو پردي
راسه قدم يو کو چي منزل جلا جلا نه وي

ستا د حسن په درياب کي زما د ميني سفينې
رهبر ياغي طوفان وي د عقل ملاح نه وي

د زړه په سپين جومات کي مستي وي تاته په سجده
دې ماڼۍ غوندي حرم کي تور ږيری ملا نه وي

سميع ستا ګرانه په دنيا کي بې نطيره ده هم
حوره د جنت به ښايسته تر دې بالا نه وي