د ایشیا ټایمز خبریالان د لښکرګاه د بُست روغتون څخه راپور ورکوی چی امریکایانو او برتانویانو د هغوی سره ډیر بد او مغرورانه سلوک کړی دی . یو نفر ( هارون ) ورته وویل چی بهرنیو پوځیانو زما دوه وروڼه زخمیان کړل او د یوه میرمن یې ووژله . ده وویل چی طالبانو زموږ د کور د ۱۰۰ مترۍ څخه پر هغوی ډزي وکړې او هغوی هم زما ورور وویشت او زخمي یې کړ او دا مهال د هغه میرمن خپل ټپي میړه ته ور وځغستل خو هغوی د خپل ټانک څخه وویشتله او ځای پر ځای یې ووژله چی شپږ میاشتی یې د واده څخه تیري سوي وې . ما دغه زخمیان وروڼه او وژل سوې ورېنداره نسول انتقالولای . یو بل نفر ( ګلاجان ) وویل چی زما دوې ځوانی خویندي بهرنیانو په راکټ ووژلې او زه به د دغو کافرانو څخه د خپلو خویندو انتقام واخلم . یو بل ډرایور چی د کور څخه د سودا لپاره ووت دغو بهرنیانو وویشت . د هغه زوی ( احمد ) وویل چی زما د پلار جسد دوې ورځی په کور کی راته پروت و او دغو بهرنیو اجازه نه راکول چی قبر ته یې یوسو . ده زیاته کړه چی هغوی ډیر وحشیان دي او دا کافران پر موږ هیڅ زړه سوﺉ نه لری .
خو کله چی د ناټو د ویاند څخه د دې سختو انتقادونو په باره کی وپوښتل سوه نو هغه وویل چی « موږ د دې پیښو د تصدیق لپاره څه معلومات نلرو » . خو د ځایی خلکو د مرکو او څرګندونو څخه ښکاری چی هغوی سخت ډارېدلي او خښمېدلي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه