پرون د یکشنبې په ورځ دامریکې سمندري ځواکونود ۱۷پلې فرقې د دوهم کنډک پوځیانو دامریکایې Carl Subler نومي قس ترمشرۍ لاندې ددغه ځای د نیولودشکرانې په منظور دمارجې سیمې په یوه مسجدکې خپل مذهبې مراسم تر سره کړل.
نه ورځې مخکې چې په مارجه کې شاوخوا ۱۵۰۰۰بهرنیو اوکورنیوځواکونوپوځي عملیات په دې پلمه پیل کړل چې دغه سیمه د دولتي حاکمیت ترولکه لاندې راولي او په اصطلاح ورکې دبیارغونې کارونه پیل کړي .
خوتراوسه چې دعملیاتوله پیل نه ۹ ورځې تیرې شوې اودبیارغونې په ځای له نوموړې سیمې نه شاوخوا۳۰۰۰ کورنۍ دهلمند نوروسیموپه تیره دلښکرګاه ښارته په کډه کولومجبورې شوې اوهالته ترشنه آسمان لاندې بي سرپناه په خوراناوړوشرایطوکې وخت تیروي.
کومې سیمې چې دطالبانو له ولکې وتلې هالته بهرني پوځیان دکورنیو عسکرولپاره دافغان حکومت بیرغونه دروي اوپه ځینوځایونوکې یې دمذهبي مراسموپه لمانځلوسره خپله دشکرانې مراتب په ځای کوي.
چې http://www.daylife.com تصویري ویب پاڼې پرون ورځ دبهرنیوځواکونو ددغو مذهبي مراسمو رنګین تصویرونه په خپلې انټرنیټي صفحې کې نشرکړل:
که څه هم دالومړی ځل نه دی چې دسولې راوستلو په پلمه راغلي بهرني ځواکونه په افغانستان کې دخپل پوځي ماموریت خلاف داډول مذهبي فعالیتونه ترسره کوي ؛ بلکې تردې له مخه هم هغوﺉ په بګرام اوپروان کې په افغانانو باندې فارسي اوپشتو تحریف شوي انجیلونه ویشلي چې له امله یې په ګاونډي ولایت پنجشیرکې عبدالرحمن نومي شخص له اسلام څخه نصرانیت ته دارتداد لاره غوره اوبیادهمدغوبهرنیوځواکونوترحمایې لاندې دهغوﺉ په ځانګړې الوتکې کې دمسیحیانونړیوال مذهبي مرکز واتیکان ته ورسول شو.
له هغه نه سیوا دمحقق نسب اوبیا پرویزکامبخش له لوري دمسلمانانو دعقایدو اومقدساتوته مکرر توهینونه اوسپکاوي ټول هغه څه دې چې دبهرنیو سوله ساتو!!! ځواکونو په لمسون اوهڅونه دکرزي داسلامي حکومت ترواکمنۍ لاندې په هغه هیوادکې چې ۹۹٪وګړي یې مسلمانان دي ترسره شول.
دورکړل شویو دقیقواحصایو له مخې نن سبا په افغانستان کې تر۳۰۰۰ زیاتې تنصیري مؤسسې دخیرښېګړې دکارونوپه پلمه په تبشیري فعالیتونو لګیادي؛همدا لامل دی چې دملګروملتونو دمؤسسې په شمول د زرګونونورو مرستندویه ټولنو له موجودیت اودنړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالره مرستو سره سره په افغانستان کې دبیارغونې وضعیت په داسې حال کې قرارلري چې افغانان دخپلو اولادونوخرڅولو اوله لوږې څخه د وښو خوړلوته مجبوره دي ؛ خودمذهبي فعالیتونوکچه بیا دې مرحلې ته رسیدلې چې دارګ ترڅنګ دایټالیادسفارت په انګړکې دجوړې شوې کلیسا زنګونو دولس مشریزې ماڼۍ په ساحه کې دتاریخي مسجد دتکبیر انګازې له خاموشي سره مخ کړې.
دارګ پردي پالوچارواکو دارګ دتاریخي مسجد مذهبي حیثیت له منځه وړی اوله هغه څخه یواځې داخترونو په لمانځه کې دتشریفاتي مراسمو دترسره کولولپاره کاراخلي ؛ هغه مراسم چې داختردلمانځه په لومړي صف کې دجنرال ایکنبیري په څیرښاغلي تراستاذ سیاف اورباني هم لاس په سینه لوړ نیولي وي.
http://www.daylife.com/photo/0dsEfeUa9wcOX?q=Afghanistan