د جرمني د پيلوټانو اتحاديې د اعتصاب اعلان کړئ چي له امله يې تر ٨٠٠ زياتي الوتني ځنډول سوي دي.
چارواکي وايي پيلوټان د خپلو معاشونو د لوړ والي غوښتنه کوي او تر څلورو ورځو پوري ٤٠٠٠ پيلوټانو او مرستيالانو يې د اعتصاب پرېکړه کړې ده.
د جرمني د هوايي شرکتونو اتحاديې د دې اعتصاب له امله د ١٣٥ ميليونه ډالرو زيان اټکل کړئ دئ.