كله چيې يو څوك په يو هېواد كۍ اوسېږي، يا هم غواړي چې په نوموړي هېواد كۍ سوداګريزۍ چارۍ پر مخ يوسي، نو تر ټولو لومړى بايد چې د هغه هېواد قوانينو او دودونو ته درناوى وكړي او همدارنګه د هغه هېواد لپاره داسې چارې ترسره كړي چې د هغوى لپاره ګټورې ثابتې شي نه دا چې داسې كارونه ترسره كړي چې د هغه هېواد اوسېدونكي داسې و انګېري چې ګواكي دوى زموږ قوانينو ته درناوى نه لري او ځان له موږ څخه لوړ ګڼي، خو كه چېرې بيا هم مېلمه له بړستنې څخه خپلې پشې اوږدوي نو په كار دي چې د كوربه هېواد چارواكي يې په كلكه مخه ونيسي. او هر داسې كار ته چې په خپله خوښه يې ترسره كوي پرېنږدي.
زموږ هېواد چې نن ورځ له هرې خوا څخه تر تېريو لاندې دى، زموږ په هېواد كې نن ورځ بهرنيان په بېلابېلو چارو بوخت دي، چې ځينې يې د سوداګرۍ له مخې خپل كارونه مخته وړي، څوك د افغانانو د ذهنيت اړولو له مخې او څوك هم د ځينو نورو چارو او موخو لپاره كار كوي.
د سلواغې 28 مه زموږ په هېواد كې د شوروي اتحاد د يرغل د ماتې او له دې هېواد څخه په ټيټو سترګو د وتلو ورځ وه، چې له همدې امله په ټول هېواد كې دولتي، غير دولتي، شخصي او نړيوالې ادارې، ښوونځي، كورسونه، روغتونونه او تټولې نورې ادارې د دولت د حكم په اساس رخصت شوې وې. موږ په دې ورځ ډېرې نړيوالې ادارې وليدې چې خپل كارونه يې په ټپه درولي وو او خپلو ټولو كاركوونكو ته يې رخصت وركړى و، خو په دې ورځ هم په كابل كې د افغان امريكن يونيورسټي په نوم امريكايي پوهنتون خپل محصلين د زده كړو لپاره ورغوښتي و او خپلو محصلينو ته يې رخصت نه و وركړى، د دوى دې كار ته ټول افغانان په څرګنده توګه د هېواد له قوانينو څخه د سرغړونې په سترګه ګوري. دوى خپلو محصلينو ته د كرېسمس او د دوى نورو خپلو رخصتيو په ورځو كې رخصت وركوي او هغه ورځې نمانځي خو زموږ د هېواد رخصتيو او قوانينو ته درناوى نه لري، د دې پوهنتون د يو شمېر محصلينو په وينا ياد شوى پوهنتون د هېواد قوانينو ته درناوى نه لري بلكې دوى دلته هم د امريكايي قوانينو پيرو دي، سره له دې چې موږ خپل قوانين او خپل دودونه لرو.
په هر صورت موږ په دې برخه كې تر هرڅه مخكې افغان دولت ته ګوته نيسو او غوښتنه ورڅخه كوو، چې په هېواد كې د داسې سرغړونو مخنيوى وكړوي. ځكه كله چې يو مېلمه له خپلې بړستنې پښې وباسي كوربه ته لازمه ده چې مخنيوى يې وكړي. ځكه كه چېرې يې مخنيوى ونه كړل شي نو كېداى شي چې هغوى په همدې ډول نورو كارونو ته هم لاس واچوي چې بيا به يې مخنيوى ستونزمن وي.