کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د زاړه مداري له کڅوړې

د زاړه مداري له کڅوړې

څه موده د مخه په لندن کې “د اويا هيوادونو په ګډون” د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې افغانانو ته د سولې د راوستلو د څرنګوالي په هکله خبرې وشوې.  دې غونډې، چې ورته مخکې له مخه د تيارۍ نيولو په بهير کې غوړ او درانه تبليغات شوي وو،  د ٢٠١٠ کال د جنورۍ د ٢٨ زيارت د ورځې په اووه ګړيو کې د افغان ملت پر وجود د اوږدو لسيزو او پيړيو  لګول شوي پرهر د رغېدا لپاره نسخه وړاندې کړ شوه؛ چکچکې وشوې؛ او د نړيوالې “ژمنې” د نوي کېدو په پايله کې محفل ختم شو او لوبغاړي يې په خپله مخه لاړل.
دا لومړى ځل نه و چې د افغانانو د اوږدې غميزې په اړه د سمسېرې [تمساح] اوښکې تويېدې. بلکې په دې وروستيو څو مياشتو کې د داسې غونډو جوړېدلو نوبتي بڼه نيولې؛ په هر ګوټ او هره موکه د هغوى لړۍ روانه وه. پلمې يې – لکه د تل په څېر-  هماغه له افغانانو سره د غمشريکۍ، خو موخې يې په “تالي کې نيمتالى” و.  په ځانګړې توګه د دې تکلونو هدف، له يوې خوا، دا و چې داسې وښيي چې ګواکې پر افغانانو روانه تپل شوې جګړه يواځې د وروستيو اته يا نهه کلونو د ناخوالو پايله ده. او له بلې خوا د دې درستو کړکېچونو د بنسټيزو لاملونو يانې علتونو په اړه پکې د خبرو کولو پرځاى، د هغوى د اغېزو يانې معلولونو په باره کې خبرې کوي.  دا ځکه چې پر اساسي علتونو خبرې کول، پرنګيان د تاريخ زړه ته په ورتګ مجبوروي او په هغه صورت کې د نارواو ټول پلونو د پرنګي پر کور دروي.
دلته به، د بېلګې په توګه، د يوې داسې غونډې د بهير په اړه يوڅه وړاندې شي:
دا غونډه د افغانستان په هکله د جنورۍ د ٢٨ نېټې نړيوالې ناستې په درشل کې په لندن کې راټوله کړ شوې وه. په غونډه کې يو پانل [منصفه پلاوي] چې غړي  يې د برتانيا د دفاع د وزارت يو استازى؛ د بې بې سي يو ژورنالست؛ په برتانيا کې د “جګړې ضد” سازمان يو وتلى غړى؛ او د افغانستان په اړه يوه ليکوال ونډه درلوده چې د افغانانو په خونړۍ غميزه خپل اندونه وړاندې او د غونډه والو پوښتنو ته ځواب ووايي. په غونډه کې د آى اس آى پر پراخه ونډه سربېره، داسې څرګندېده چې يو ګڼ شمېر “کرايه شوي” وګړي هم  د دې ناستې برخوال وو.
په ناسته کې د دفاع د وزارت استازي په افغانستان کې د انګرېزانو د پوځي کمپاين بهير له دې کبله موجه ګاڼۀ چې په خپل هيواد، برتانيا، کې د ترهګرۍ د خطرونو مخنيوى وکړي. د نوموړي خبرې د غونډې د ګډون کوونکو له خوا په لوړ غږ ردېدلې.  خو پدې رد کوونکو کې د غونډې منصفه پلاوي د برتانيا د “جګړې ضد” سازمان غړي، بروس کينت، نيوکې خورا لوڅې او شديدې وې.
انګرېزان د حالاتو په پُنځولو [خلق کولو] او د هغوى لپاره د چوکاټ جوړولو، سازمان او ځانګړو لوبغاړو په وده ورکولو کې خورا مهارت لري. پدې  راټوله کړ شوې غونډه کې، که څه هم په ظاهري بڼه د پانل د غړو ترمنځ د نظريو د توافق په پرتله د ناتوافق تله درنه ښکارېده، په واقعيت کې د هغوى ترمنځ شخړه د مُنډهۍ د دلانانو هغې شخړې ته ورته وه چې د يوه بل ګرېوان څيروي خو سترګې يې د مشتري پر جېب او ترې پر شکونې متمرکزې وي.
د برتانيا د “جګړې ضد” سازمان مشر غړى، بروس کينټ، همداسې يو زرنګ لوبغاړى و. د افغانستان پر حالاتو يې وژړل؛ د افغان ماشومانو؛ تور سرو خويندو ميندو  يې اوښکې تويې کړې او د غونډې برخوال يې دومره په هيجان راوستلي وو چې سملاسي ترې د څو نورو “نادولتي سازمانونو” استازيو غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې د هغوى په ناستو کې برخه واخلي. يا الله خير! ايا رښتيا هم پرنګي پيشو “د خداى د رضا لپاره” موږک نيول؛ د “تالي لاندې، نيمتالى” څه و؟ ايا بروس کينټ به د خپلې غوړې وينا په پايله کې څه زېږوي!
نوموړي خپله وينا وغزوله؛ په افغانستان کې يې د برتانيا بوختيا په کلکه وغندله؛ پر “ازادۍ مينو مسلمانو” افغانانو يې تېرى وباله او د هيجاني شوې فضا په منځ کې يې د کرتۍ له جېبه يو کاغذ راويوست او پر مېز يې وغورځاوه. دا هغه اساسي “توس” و چې بروس کينټ په خپل لستوڼي کې ساتلى و!
بروس کينټ وويل چې په افغانستان کې د سولې د خوندي کولو لپاره پخپله دى او ټولنه يې ده ته د رارسېدلي دې ليک له وړانديز سره توافق لري. دا ليک، نوموړي وويل، “د مجاهدينو د يوه پخواني لوړپوړي چارواکي، لفرايي، له خوا – چې دا مهال په کوم اروپايي پوهننتون کې درس ورکوي – ” ده ته رسېدلى دى. د ليک وړانديز، بروس کينټ وويل، دا دى چې له افغانستان څخه دې د ناتو ځواکونه ووځي او پرځاى دې يې د “اسلامي هيوادونو” پوځ واستول شي! خو کوم څه چې مسټر کيڼت ونه ويل او يا يې اساسي موخه نه وه  هغه دا وو چې د کومو اسلامي هيوادونو پوځ: ايران؛ پاکستان؛ د عربو شېخډمونه؛ د منځنۍ اسيا “کمونست- اسلامي ډيکتاتوريو؛ او يا د سعودي فاسده ټولواکۍ.
دا چې لفرايي د بروس کينټ ادرس او د دې غونډې د جوړيدو نېټه څنګه موندلي وو، د اريانتيا وړ ځکه نه وه چې د افغانانو لپاره د “سولې ماموريت” انګازې چې دا څو مياشتې کېږي خپرې دي، د هغه يوه ځنځير کړۍ دي چې کورنۍ اداره او لارښوونه يې له هماغې يوې مرجع – د برهان الدين ربانى پر مشرۍ “جبهه اتحاد شمال” ته د نوي ورکړ شوي نوم “جبهه اتحاد ملى” – څخه صادرېږي.
د “سولې رسالت” ته ګومارل شوي دا وګړي څنګه سوله غواړي؟
د دې وګړو په اند افغانستان بايد “ګاونډيو هيوادونو ته اطمنان ورکړي چې د هغوى لپاره به خطر  نه وي”! د دې وګړو دا “اند” د اريانتيا وړ لدې کبله نه يواځې د منلو وړ، بلکې په کلکه د غندنې وړ دى چې د افغان ملت د څرګندو او د لمر په څېر ځان ثابت کړو لوړې خوړلو غليمانو په ګټه د هغوى تله وردرنوله. همدا ډول وګړي وو چې د افغان ملت د  راپرزولو لپاره يې باتور افغانان د هغه قاتل دښمن په ګټه له پښو نيول چې چاړه يې د افغانانو پر ستوني وراېښې وه؛ د افغانانو د هغو نارحمه قاتلانو په ګټه چې دتېرو وروستيو درۍ نيمو لسييزو په بهير کې د دوه نيم مليون شهيدو؛ مليونونو معيوبو؛ او پر مليونونو وچ شونډو، ببرسرو،  پښې لوڅو، رنګ الوتو درۍ نسله ماشومو لوڼو زامنو يې هېڅ رحم ونه کړ، له هرڅه يې محروم کړي وو؛ او د تېرو دوه سوه کلونو  په اوږدو کې يې په لسګونو مليونه “رژېدلې ګلپاڼې” د ژوند له حق څخه محروم کړي وو. 
نو پوښتنه دا وه چې ايا څوک دې چا ته “اطمنان” ورکړي؟ افغانستان خو کله هم د ايران، پاکستان او يا د منځنۍ اسيا پر هيوادونو تېرى نه دى کړى او يا يې د هغوى پرضد له نورو سره لاس يو کړى نه و؟ مګر د افغانستان پرضد د افغان ګاونډو دريځ د ناتکذيب وړ اوږد تاريخ لري. ايا راجه- جرنيلي پاکستان په ١٩٤٧ کې د پرنګي دايي پر لاس د هغه له زېږېدنې راهيسې د پرنګي په چوپړ کې د افغانانو د هيواد او بشپړ افغان ملت د ويجاړولو او نابودولو لپاره له ګردو وسيلو ګټه نه ده پورته کړې؟ ايا د وېول/کېرو/جناح پاکستان د اسلام تر مقدس نوم لاندې پر افغانانو څه ونه کړل؟ ايا د پرنګي د ګټو ساتلو لپاره يې روسان پر افغانانو تېري ته ونه تړل چې په پايله کې يې د ګرد افغان ملت خاوره د شرق او غرب ترمنځ د جګړې ډګر وګرځول شوه؟
انګرېزان خورا خطرناک خلک دي. افغان ملت او د افغانانو خاوره يې تر دوه پېړيو زياتې مودې په بهير کې د افغانانو په وينو لمبولي دي؛ په مليونونو زموږ د خاورې لوڼې او زامن يې د مرګ کومي ته سپارلي دي. دا له کرکې او قساوته ډګ تور- زړه پرنګيان  هم په دوستي کې وهل کوي او هم په دښمني کې. او له همدې کبله د دواړو حالاتو لپاره وړ [مناسبې] وسلې ساتي. دلته به، د بېلګې په توګه،  يوې پوچې شوې ګولۍ او ورپسې بيا د يوه نوي کالتوس د عيارونې نمونې وړاندې شي:
لومړى –  پيتر ګالبرېټ به مو په ياد وي.
دا هغه څوک و چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د استازي، نارويجي توکمه، کاى- ايډي، مرستيال او بيا په افغانستان کې د ٢٠٠٩ کال د دولتمشرۍ په ټولټاکنو کې د “درغليو” له کبله يې پرخلاف ودرېد. ګالبرېټ ظاهراً په افغانستان کې د ټولټاکنو پر پروسه نيوکه درلوده؛ او خپل مشر، د ملګرو ملتو استازى، يې پدې درغليو کې په ونډه لرلو تورناوه. ايا واقعاً هم ګالبريت د “انصاف او عدالت” پهلوان و؟
په افغانستان کې له ماموريت څخه د مخه، پيتر ګالبرېټ په عراق کې د کردانو “.. په وړاندې د يوه ديپلومات په توګه له هغوى [کردانو] سره ژمنه کړې وه چې د کردستان د اساسي قانون په ليکنه او د تيلو زېرمو په وده کولو کې ورسره مرسته وکړي.” خو د پيټر ګالبرېټ اساسي موخه په عراق يا کردستان کې “سوله” نه، بلکې غوښتل يې [د عراق تجزيه ډاډمنه] او په بدل کې يې له کردانو څخه د “فېصدۍ” د ترلاسه کولو په نتيجه کې د “ملياردرانو” په “.. ټولنه کې غړيتوب ولري. نو، له رپوټونو سره سم، د سل مليون ډالرو په اندازه ورته د کردستان د تېلو په يوه ډګر کې ونډه منل شوې وه.”
ايا ګالبرېټ په افغانستان کې هم له چا سره او پرڅه معامله کړې وه! ؟
دويم –  د  “زاړه مدارې له کڅوړې” د يوې نوې څېرې راوتل وو.
دا د انجم چودري په نوم يو نوى عيار کړ شوي کالتوس دى. چودرى صاحب ته، چې ادعا کوي د “برتانيا لپاره اسلام –  “Islam for Britain”سازمان مشر دى، د لندن د نړيوالې غونډې په درشل کې، برتانوي غږيزو، انځوريزو او چاپي خپرونو ورته وېړ تبليغات وکړل. پدې اړه چې د “برتانيا لپاره اسلام” څه موخه او څه مانا لري، چودري صاحب څه نه دي ويلي، خو ظاهري دريځ يې له افغانستان څخه د برتانيا د پوځونو د وتلو ناره وه. انجم چودري د ناتو ځواکونو پر لاس د مسلمانو افغانانو پر وژنه او ځورونه اوښکې تويولې، خو د خپلو مرکو او تبليغاتو په بهير کې يې هېڅکله د پاکستان په رول کومه تبصره نه کوله؛ دا يې نه ويل چې د ترهګرۍ مور په لاهور او راولپينډۍ کې د پنجابي پوځ او بيروکراسۍ دايي پر مرسته زېږونه کوله او د افغانانو پر وژنه او بربادونه بوخته وه. چودري صاحب دا نه ښکاروله چې د افغان ملت قاتل نه يواځې انګرېز پوځ، بلکې د پرنګي اجير پنجابي پوځ لاسونه د تېرو پينځه لسيزوپه بهير کې د افغانانو په وينو سره وو. دا چې د انجم چودري صاحب نخچ به د پاکستان د نخچې طراح د شلمې پېړۍ له هغه بل چودري صاحب، رحمت على، سره څه توپير لري او ورپسې به کوم جناح هم له “کڅوړې” راوزي او که نه – تاريخ ثابتوي.
له نېکه مرغه د دې ټولو بُحرانونو او توپانونو په منځ کې د يوې رڼايي څرک لګېده. هغه په وروستيو کې د يوه شمېر ديني علماو او خبره ګانو د نهضت راټوکېدل وو. د دې نهضت پيل د سياسي پختن پر لور د افغان ملت د پيل ښکارندوى و. افغانانو اوس،  پرې د ٣٥ کلنې تپل شوې غميزې عملي پوهنتون په چاپېريال کې، په پوره مانا درک کړې وه چې د غليمانو پر لاس روان حالات داسې عيار کړ شوي وو چې د افغان او ناافغان په لاس کې هرې چړې د افغانانو ځيګرونه څيرول. افغان ملت ته دا جوته شوې چې ترڅو پورې خپله سوله او جنګ خپل نه کړي، تر هغه پورې به د دې ملت وينې بهيول کېږي – او د سولې او جنګ خپلول يې تر هغه پورې شوني او د امکان وړ نه دي تر څو په مرغله(مارګله) او  راولپينډۍ کې يې د پرنګي/جناح پنجاب پر مخ د افغانستان دروازې نه وي تړلې.
د پرنګي/جناح پاکستان خو، نږدې پوره ٣٩ کاله پخوا د ١٩٧١ کال د مارچ پر ٢٦ د دوه مليون بنګاليانو په وينو کې ډوب شوى و. خو پرنګي او پنجابي راجه- جرنيلانو وکولاى شول بيا داسې حالات وزېږوي چې د پرنګي پوځي اډه خوندي وساتي. د افغانانو پر خلاف يې لومړى ګام په ١٩٧٣ کال يې په کوټه او پېښور کې د پښتونخوا د مشرانو پرضد ګامونه پورته کړل؛ د امريکا او پرنګي د بل لاسپوڅي، پهلوي ايران په پوځي مرسته او هوايي ځواک يې په زرګونو وګړي ووژل. په ١٩٧٥ کال کې يې د شهيد محمد داود پرخلاف بډې ووهلې؛ د افغانستان جمهوريت يې په وينو کې ولمباوه؛ سي آى اې، آى اس آى، اموساد او اِم آى- ٦ په ګډه روسان وپارول او په “يږ تلکه” کې يې د نښلولو ته ورټېله کړل. له ضيا تر مشرف او نواز شريف پورې ټولو د “اسلامي ورورولۍ” تر نوم لاندې د لارد جنرال رابرتس پر پلونو پل کېښود، کابل يې وسواځه؛ د افغانانو خاوره يې ټوکر-  ټوکر کړه؛ مليونونه يې ووژل او ځانونه يې د افغانستان فاتح وبلل.  له جيورج بوش او پرنګي توني بلير سره يې د افغان ملت پرضد په “صليبي جګړه” کې لاسونه يو کړل، د افغانانو هرڅه يې د نابودۍ په پاڼ ودرول.
جرنيل مشرف او نواز شريف “.. د امريکا پر مشرۍ ائتلافي ځواکونو ته خورا سترې اسانتياوې ورکړې وې چې هغه وخت ولس پرې خبر نه و. د جګړې په بهير کې، د جګړييزو، ځانګړو ځواکونو، د سي آى اې پارا- پوځي ټيمونو، ((لټون او ويجاړونکو)) ټوليو، او د ١٠١ فرقې د يوه شمېر الوتکو پر ګډون ـ ١١٠٠ امريکايي پوځونه په پاکستان کې پراته وو. پاکستان امريکې ته د اډوچمتو کېدو؛ له هوايي حريم څخه يې د الوتکو او توغنديو تېرېدو؛ طبي تخليه کولو؛ تېل اچونې اسانتياو پر شمول، څلور- اويا [٧٤] اسانتياوې برابرې کړې وې … د امريکا مرکزي کوماند د پاکستان له هوايي اډو څخه [پر افغانانو] ٥٧٨٠٠ هوايي بريدونه تر سره کړي وو. د کراچي سمندري اډه او هوايي ډګر د [پرنګي] ائتلاف ځواکونو ته ورکړ شوي وو؛ او د مکران بندر ته څرمه له پاسنۍ څخه..” خورا ستر عمليات تر سره کېدل … د امريکا مرکزي کوماند [سينتکام] کوم ٣٣٠ موټري وسيلې، ١٣٥٠ ټنه جنګي وسايل،  او اته زره امريکايي سمندري عسکر د پاسنۍ سمندر پر غاړه پلي او له هغه ځايه سيخ کندهار ته نږدې وراستولي وو. پدې توګه، د … پاکستان د پوځ له خورا سترې همکارۍ پرته به د طالبانو غورځول ناشوني واى.”    
نو له هغه وروسته چې د لوى رب او بندګانو پرضد د دسيسه ګر پنجابي له مخه د ريا نقاب څيرې او خپل پردي ته بربنډ شو –  په معجزه اسا ډول صحنه بدله، انګريز اجير راجه- جرنيلان پخپله په هغو کوهيو کې ولوېدل چې افغانانو ته ئې کيندلې وې. اوس د تاريخي افغان ملت تاريخي هيواد د جوړېدو مخنيوى هيڅوک نه شي کولى. د “اسيا زړه”  د افغانانو د مينې او وينې مېنه به، لکه په تاريخي توګه، داسې يو هيواد وي چې د پرنګي- پنجابي په لاس پر سيمه تپل شوي د کرکې او نفرت د کلتور چوکاټ به ماتوي؛ او په سيمه او نړۍ کې به د سولې او عدم تشدد پيغام خپروي. ان شا الله.

 Peter Galbraith wanted to do well by doing good. He passed himself off as a diplomat who was helping the Kurds to write their constitution and to develop their oil fields. But winning a peace prize was not on Peter’s mind. He wanted to secure his place in the Billionaire Bailout Society. So, reportedly, he got himself a $100 million piece (or more) of a Kurdish oil field as he was doing his good deeds. (See New York Times.)
Pakistan had agreed the U.S.-led Coalition forces enormous facilities, unknown to Pakistanis at the time, 11,00 U.S. forces were based in Pakistan for the duration of the war, including Combat Search and Rescue units, U.S. special OPS and CIA Para- military teams … and aircraft from the 101st Airborne Division. Pakistan agreed to a list of seventy-four basing and staging activities, such as over-flight facilities, medical evacuation, refuelling and setting up of communication relay sites for U.S. forces inside Afghanistan … CENTCOM planes flew 57,800 sorties out of Pakistani air bases. Karachi seaport and airport were handed over to the coalition, while U.S. naval operations at Pasni, off the Makran coast, were described as “the largest amphibious operation in size, duration and depth that the U.S. Marine Corps had conducted since the Korean war.” Thus, despite the lack of co-operation from the ISI, the quick collapse of the Taliban would have been impossible without the massive cooperation extended by the Pakistan army…” Ahmed Rashid, ‘Descent to Chaos’, pp 89-90; and CENTCOM Website, May 2003
 


يا ربه توفيق