کور / تازه خبرونه / کندوز: د روزنتون پرکوچنيانو مرستې وويشل شوې

کندوز: د روزنتون پرکوچنيانو مرستې وويشل شوې

په دغومرستوکې چې ٨٠ ژمنې جاکټونه ، ١٠٠ کمپلې اوخوراکې توکې شامل ووددغه ولايت دژورنالستانو داتحادې ، ښوونې رياست اوميرسي کورپ خيريه ټولنې اويو شمير تجارانو له لورې پر٥٠ بيوزليو کوچنيانو باندي په وړيا ډول وويشل شوي . همدارنګه دغلام حسين په نامه ديوسميزتاجر له لورې ٢٥ زره افغانۍ دوژل شووکسانو له هرې کورنۍ سره مرسته وشوه.
دياد ولايت دکاراوټولنيزوچارونوي رئيس عبدالله هاشمې خبريالانو ته وويل چې دټولو مرسته کوونکيو ادارو څخه مننه کوي چې له دوي سره ئي مرستې کړيده هغه وويل چې دآمنتې مسوولينو نه غواړې چې ددورې پرسر سيمه کې چې نوې ودانۍ دروزنتون لپاره چمتو شويده اودامنيتې ستونزوله امله هلته روزنتون نه شي انتقالولې بايد چارواکې ورته ډاډمن امن ولټوي .
داپه داسې حال کې ده چې تيره اونۍ په همدغه روزنتون کې داورلګيدنې له امله دوه کوچنيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په پايله کې دياد رياست رئيس له دندې ګوښه کړي شو .