کور / تازه خبرونه / پښتونخوا ملي عوامي ګوند:ټول پښتانه د ترهګرۍ سخت مخالف دي

پښتونخوا ملي عوامي ګوند:ټول پښتانه د ترهګرۍ سخت مخالف دي

خبرپاڼه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شمالي پښتونخوا صوبايي صدر مختارخان يوسفزى او صوبايي سيکرټري ارباب مجيب الرحمان د سوات د نشاط چوک د بمي چودنې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده. د شهيدانو د پاره د مغفرت او د زخميانو د پاره د الله پاک نه د روغتيا دعا غښتلې ده.

په يو اخباري بيان کښې دوې ويلي دي چې پښتونخوا ميپ د سوات د خلقو سره غم او تکليف کښې برابر شريکه د ه او د دهشتګردۍ د خاتمې او مکمل او پايئدار امن د پاره به د دهشتګردۍ په خلاف خپلې مبارزي ته نور هم دوام ورکړي.

د پارټۍ مشرانو ويلې دي چې ټول پښتانه او بلخصوص د سوات خلک د دهشتګردۍ سخت مخالف دي.او په سوات کښې د امنيتي قوتونو سره څنګ په څنګ ډيرې قربانۍ هم ورکړي دي.د سوات قامې جرګې د پليټ فارم نه يي په هره مورچه د دهشت ګردو خلاف مبارزه کړې ده.د ګوند مشرانو د فوځ او حکمرانانو په هغه رويه ډير سخت خفګان ښکاره کړې دى.په کومه چې د تيرو څومياشتو په دوران کښې دوي د سوات قامې جرګې باره کښې اختيارکړې دى.او د خلکو په تنظيم او بيداري کښې خنډان اوچولي دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا ضروري ګڼې چې پايدار امن د خلکو د تنظيم او ملاتړ نه بغير نه دى ممکن.لهذه مونږ مطالبه کوؤ چې فوځې او سويلين واکداران دې د سوات قامي جرګې په کار کښې د خنډانو اچولو په ځې د جرګې ملاتړ وکړي.

صوبايي سيکرټريټ