ټاکل شويده چی د هنداوپاکستان هيوادونوبهرنيوچارووزيرانو او لوړرتبه ديپلوماتان دراتلونکی پنج شنبی په ورځ په خپلوکی خبری پيل کړی .
دادهندپر ممبی ښار وړم کال دحملوورسته چی شاوخوا۱۶۰ تنه پکی ووژل شول او نوی ډهلی دپاکستان دلشکرطيبه ډله ددغه بريدونو ترشاوبلله ددواړوهيوادونوترمنځ په لوړه سطحه کيدونکی لمړنی خبری اتری دی .
د رويتردخبری اژانس دخبری له مخی د هند په پونی ښارکی دروانی مياشتی چاودنی اوپکی دپاکستان دلاس لرلوپه اړه دهند شک داښی چی داسلام اباد اونوی ډهلی ترمنځ اړکی لاهغه شان کمزوری او خړی پړی دی
دهند دبهرنيوچاوروزيرS.M.karshna وويل دتروريزم پرضدمبارزه به ددوی او پاکستانی مقاماتو ترمنځ دخبرو اساسی موضوع وی.
رويترخبری اژانس وايی دهندپه پونی ښارکی دشوی حملی او پرپاکستان دځينوکتوونکو اوادارو شک سره سره بيا هم هند له پاکستان سره په ټاکل شوو خبرواتروکی برخه اخلی .
متحدايالاتو دنوی ډيلی او اسلام ابادترمنځ دسولی دخبرولپاره په واروار غوښتنه کړی ده ، واشيټن هيله لری چی ددغه دواړوهيوادوترمنځ شخړه هواره شی ، نو پاکستان به دهند له پولوخپل ځواکونه ليری کړی او افغانستان سره پرسرحدبه يي دطالبانواو القائده شبکی دفعاليتونودمخ نيوی لپاره ځای پرځای کړی.
دهند يوشميرامنيتی کارپوهانو درويتراژانس ته ويلی داسی نښی نښانی شته چی امريکا دهند په مسله کی پرپاکستان خپل فشار زيات کړی دی اوثبوت يی دادی چی هند په ۲۰۰۹ م کال کی په اسلام پالودکوم تروريستی بريدشاهد نه وو.
دهند دبهرنيوچارووزيروايی له دی نه مخکی چی هيواد يی له پاکستان سره دنورو لانجمنو موضوعاتوپه اړه خبری وکړی پاکستان بايد په لمړی سرکی سخ دريزی وسلوال له منځه يوسی .
خوپاکستا بيادنورومسلوپه اړه دخبرو غوښتونګی دی دهغی جملی څخه دکشمیر موضوع او دکډو اوبوبرسره ستونزه ده.