امريكايي لوړ رتبه چارواكي ويلي چې د طالبانو په رژيم كې د ننګرهار والي مولوي كبير په پښتونخوا كې نيول شوى دى، دوى وايي دا يو لوى پرمختګ دى، ځكه مولوي كبير د طالبانو يو له لسو مهمو كسانو څخه و.
ده دا هم ويلي چې مولوي كبير د پښتونخوا په نوشهره ولسوالۍ كې نيول شوى، او د ده په اړه مالومات د د طالبانو د يو بل نيول شوي مهم قومندان ملا برادر له خوا وركول شوي دي.
طالبانو او يا هم افغان دولت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
په دې اړه به نور مالومات وروسته پر ليكه شي