د كندهار پوليس وايي په يك شنبه يې د طالبانو دوه مهم قومندانان ملا رمضان او ملا شېخ يې نيولي، چې په هرات ولايت كې يې د اړودوړ جوړولو چارې پر غاړه لرلې.
د پوليسو وياند عبدالروف احمدي رسنيو ته ويلي چې نيول شوي طالبان په لويديځ كې د دې ډلې مهم قومندانان وو، دى زياتوي چې دوى په هلمند كې د خپلو ملګرو مرستې ته ور روان وو.
تر دې وړاندې د ملابرادر اخند په ګډون د طالبانو څلور مهم مشران نيول شوي وو.