د پسرلی په سرو ګلانو سور سحر غواړمه
زه خوشحالی د خپل وطن په لر او بر غواړمه
راته مسکئ چه شی زما د امیدونو غوټئ
چمن د ګلو دوطن په بحروبر غواړمه
چه بلبلان ورته چغیږی او ګلونه خاندی
خپل په ګلشن باندی نو داسی مازیګر غواړمه
اوس م ګلونو خپل سرونه ښکته کړی ژاړی
چه درنه پری نه وځی، لوظونه د ډنډر غواړمه
خدایه داڅه دی ، زما په ګلشن څه چل وشو
درنه وګمی د پسرلی دا ستا په درغواړمه
ظا لم لرونه تیره کړی دی ګلونه ریبی
دژوند خیرات ی زه د هغه ستمګر څه دی