د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا په کوزه پښتونخوا کښې د مورنو ژبو ورځ په بيلابيلو ځينو کښې ومانځلى شوه.په دې لړ کښې په پيښور پريس کلب کښې د ګوند د صوبايي صدر مختار خان يوسفزي په مشرۍ کښې،په کراچۍ کښې د ګوند د سينئرجنرل سيکرټري اکرام شاه خان په مشرۍ کښې،په سوات کښې د ګوند د سوات ضلعې مشر او د ګوند صوبايي معاون سيکرټري خورشيد کاکاجي په مشرۍ کښې او داسې د ملک په هر ګوټ کښې کوم ځى چې پښتانه اباد دي د مورنو ژبو ورځ ومانځلې شوه.او ټولو د زياته کړه چې په پاکستان کښې دې پښتو ژبه د مکتب،د خونځي،د پوهنتون،د ادالت او دا رقم د ټول پښتانه قومي او دفتري ژبه وګرځولې شي.