کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د پښتو ژبي په حق کي لاريون وسو

پښتونخوا: د پښتو ژبي په حق کي لاريون وسو

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي د مورنۍ ژبي د نړۍ والي ورځي په مناسبت د پښتو ژبي په حق کي يو سوله ايز لاريون ترسره سو.
دغه لاريون د پښتو ادبي کنفرانس، پښتو جمهوري تړون او پښتو ادبي کانګرس په نوم ټولنو له خوا د زرګونو کسانو په ګډون ترسره سو.
لاريون کوونکو په پښتونخوا ايالت کي چي ټول اوسېدونکي يې پښتانه دي په دفتري چارو کي د پښتو ژبي د رسمي کېدو او پښتنو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د لومړنيو زدکړو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
لاريون چي د سکندر حيات شيرپاو له خوا رهبري کېدي د خيبربازار له سوئيکارنو چوک څخه پيل تر قصه خواني پوري ولاړى.
لاريون کوونکو وويل د نړۍ وال قانون له مخي دوى د خپلي ژبي د ساتني او په خپله ژبه د ليک لوست حق لري، ځکه خو يې بايد ملګري ملتونه ږغ واوري.
پښتانه چي په لراوبر افغانستان کي يې شمېر ٧٠ ميليونه اټکلېږي، په بر افغانستان کي د کرزي په پراخ بنسټه حکومت کي د ملي مشارکت په نامه محروم دي او لر افغانستان کي د پنجاب د واکمنانو له خوا د خپلو حقونو څخه بې برخي دي.