کور / تازه خبرونه / هالنډ د افغانستان څخه عسکر باسي

هالنډ د افغانستان څخه عسکر باسي

د هالنډ لومړي وزير د يکشنبې په ورځ وويل د افغانستان څخه به په تدريجي توګه د خپلو عسکرو ايستل پيل کړي.
لومړي وزير جان پېټربالکنند وويل په افغانستان کي مېشت هالنډي پوځيان به د يوه مهالوېش له مخي د دغه هيواد څخه راوباسي.
نوموړي دا ونه ويل چي د عسکرو وتل به کله پيل او څه وخت به پاى ته ورسېږي. خو دوې ورځي دمخه د لومړي وزير ايتلافي حکومت د دغه جنجال له امله ړنګ سو، چي ځينو وزيرانو د افغان ماموريت دفاع کوله او ځينو له افغانستان څخه د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کوله.