د برتانيې سنډې ټايمز وايي د اسرائيلو لومړي وزير بن يامين نتانياهو او د استخباراتي شبکې موساد مشر مايرډګن د محمود المجوح د وژلو پلان جوړ کړئ وو.
سنډې ټايمز وايي د حماس غورځنګ مشهور غړى محمود المجوح د جګړې د لاري د فلسطين د آزادۍ پلوى و، ځکه خو يې اسرائيليانو د وژلو پلان جوړ کړى وو.
د راپور له مخي د موساد مشر ميايرډګن لومړي وزير ته د هغه د قتل پلان وړاندي کړى و، او د نتانياهو تر تصديق وروسته د هغه قاتلان مخ پر دوبۍ روان سوي وو.
د دوبۍ پوليسو د اسکواډ په نامه يو کس د محمود المجوح په قتل تورن کړى دئ.
ښاغلى محمود د جنوري پر ٢٠ مه د دوبۍ په يوه هوټل کي په مرموز ډول ووژل سو، چي حماس او دوبۍ يې په قتل اسرائيلي حکومت تورن کړ.