د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلي چی نن سهار یې د کندهار په سنځري کی پر هغو امریکایی پوځیانو ښخ کړي ماینونه وچاودول چی پلی روان وو . دﺉ وایی چی ۱۳ امریکایانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او دوو هلیکوپترونو هغوی انتقال کړل . احمدی زیاتوی چی پرون یې د ډنډ ولسوالۍ د شورا مشر ( حاجی سراج ) هم د درو ملګرو سره ووژﺉ .
خو امریکایانو او کابل دواړو د دې ادعاوو په هکله غبرګون نه دی ښودلی .