کور / تازه خبرونه / امريکا: د ازبکستان پوځي اډه نه فعاله کوو

امريکا: د ازبکستان پوځي اډه نه فعاله کوو

افغانستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک هغه خبرونه رد کړه چي ګني امريکا په ازبکستان کي بيرته خپله پخوانى پوځي اډه خلاصوي.
دغه اډه چي پر افغانستان د حملې دپاره ازبکستان ته په ٢٠٠١ کال امريکا ته په واک کي ورکړې وه په ٢٠٠٥ کال يې قرارداد ختم سو.
ريچارډ هولبروک چي پرون ازبکستان ته په سفر تللى و، په رسنيو کي داسي خبرونه خپاره سوه چي ګني امريکا يو ځل بيا د ازبکستان اډه افغانستان ته د اکمالاتو په خاطر خلاصوي، خو هولبروک دغه خبرونه رد کړل.
امريکا په پاکستان کي د مخ پر زياتېدونکي تشدد له امله افغانستان ته په خپلو پوځي او لوژيستيکي اکملاتو کي له ستونزو سره مخ ده، ځکه خو يې د څېړونکو په وينا اوس بيرته پام منځنۍ آسيا ته واړاوه چي خپلو پوځيانو ته له هغې خوا د اړتيا وړ پوځي او خوراکي توکي وارد کړي.