کور / تازه خبرونه / ډاکټر قديرخان: پروېز مشرف درواغجن دئ

ډاکټر قديرخان: پروېز مشرف درواغجن دئ

د پاکستان اټومي ساينس پوه ډاکټر قديرخان په يوه تازه مرکه کي ويلي د پاکستان د اټومي وسلو په هکله هغه اندېښنې بېځايه دي چي ګني د بنسټپالو ډلو لاسته لوېږي.
قدير خان وايي امريکا په پاکستان باندي اعتماد نه لري ځکه خو دغسي آوازي خپروي.
نوموړي د يوه سوال په جواب کي وويل ده هيڅ بهرني هيواد ته د پاکستان اټومي پروګرام نه دئ ورکړئ، جنرال مشرف درواغجن وو او دغه تور يې زما د بدنامۍ په خاطر راباندي ولګاوه.
يو وخت د هند پخواني صدراعظم بهاري واجپاى هم په يوه خبري کنفرانس کي جنرال مشرف ته مخامخ د احمق درواغجن خطاب وکړ.