طالبانو د ولسمشر حامد كرزي د سولې بلنه نه ده منلې، په داسې حال كې چې له يوې خوا په مارجه كې د ناټو له خوا بريدونه پر كيږي او له بلې خوا يې درې مهم مشران په پاكستان كې ونيول شول.
تېره شنبه د پارلمان په غونډه كې ولسمشر كرزي يو ځل بيا پر طالبانو ږغ وكړ چې نور دې وسلې وغورځوي او د سولې له بهير سره دې يو ځاى شي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف ويلي چې حامد كرزى د يوه قوم او دولت استازيتوب نه شي كولاى ، ده دا هم ويلي چې كرزى په فساد كې ډوب دى، او هغه ټوپكسالاران پر راټول شوي چې يوازې خپل جېبونه ډكوي.
د كرزي دا ډول غوښتنو ته هر وخت د طالبانو له خوا منفي ځواب وركول كيږي، شنونكي وايي چې د ښاغلي كرزي پر خبرو هيڅوك غوږ نه ګروي، له يوې خوا يې طالبان خبرې ته ارزښت نه وركوي او له بلې خوا ناټو د ده له بيا بيا زاريو او غوښتنو سره – سره د ولسي وګړو له وژني لاس نه اخلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه