د پاکستان پوځ وايي د پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمه خيبرايجنسي کي يې د پلټونکو عملياتو په ترڅ کي ٥٠ وسله وال جنګيالي نيولي دي.
د پوځ په وينا دوى يې د خيبر ايجنسۍ په جمرود او نورو سيمو کي له وسلو سره نيولي دي.
پوځ ويلي دغه عمليات چي د وسلو او مخدره موادو پر ضد په سيمه کي پيل سوي وو، پوليسو هم برخه پکښي اخيستې وه او له ځينو ځايونو څخه يې هيروئين او بېلابېل نشيي توکي هم نيولي دي.