اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي سي، آى، اې په پام کي لري چي د طالبانو نيول سوى مشر ملاعبدالغني برادر له پاکستان څخه د باګرام زندان ته انتقال کړي.
د سي، آى، اې مشر ليون اي پينټ امريکايي مطبوعاتو ته ويلي دوى به له پاکستان څخه د ملابرادر ته ورسپارلو غوښتنه وکړي او د باګرام زندان ته به يې نقل کړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي و، له ملابرادر څخه به لومړى په پاکستان کي تحقيقات وسي، که يې هلته کوم جرم نه وي کړئ، امريکا ته نه، ښايي افغان حکومت ته يې وسپارو.
د سي، آى، اې مشر ويلي د باګرام هوايي اډې زندان ته د ملابرادر لېږدول به پاکستان هم ورسره ومني، ځکه دوى نه غواړي چي هغه امريکا ته بوزي.
په داسي حال کي چي امريکا او پاکستان د ملابرادر پر سر سودا سره پيل کړې، طالب جنګيالي لا اوس هم د هغه نيول نه مني او وايي هغه په افغانستان کي د حکومت او امريکا سره جنګېږي.
د امريکايي او پاکستاني مقاماتو په قول ملابرادر يې ١٥ ورځي دمخه په کراچي کي ونيوئ چي له هغه څخه يې د څو نورو طالب مشرانو د اوسېدو ځايونه هم معلوم کړي دي.