د انګلستان ټلیګراف ورځپاڼه خبر ورکوی چی په افغانستان کی د ۲۰۰۱ راهیسی ۳۴۰۸ برتانوي يوځیان زخمیان یا معیوب سوی دي . یوازی د ۲۰۰۶ راهیسی څه باندی یو زر برتانویان ټپي سوي دي چی په دغو کی ۱۶۹ کسانو خپلي پښې یاسترګی بایللي دي . خبر زیاتوی چی په تیر کال کی ۱۰۹ برتانوي پوځیان وژل سوي او ۵۰۸ هم ټپیان سوي دي . ورځپاڼه لیکی چی صرف په تیره جنورۍ کی ۴۷ برتانویان زخمی سوي دي . یو معیوب عسکر خپل نیم بدن ته په اشاره سره وویل چی درو شیانو زموږ ژوند دغسی کړی دی چی هغه طالبان ، هلمند او ماینونه دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه