د جنوبي آسيا دپاره د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير رابرټ بلاک وايي هيواد يې د افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د دوستانه اړيکو غوښتونکى دئ.
رابرټ بلاک وويل په ځانګړي ډول امريکا، پاکستان او هندوستان له يو ډول ترهګرۍ سره مخ ده، ځکه خو يې په مخنيوي کي مشترک اقدام په کار دئ.
نوموړي وويل د پاکستان او هند ترمنځ پيل سوي مذاکرات بايد معمولي بڼه پيدا کړي او په دې وخت کي به امريکا پر يوه مناسب وخت ګام اوچت کړي.
رابرټ بلاک وويل هيواد يې د افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د سيمه ايزو متحرکو اړيکو غوښتونکى دئ.