کور / خبرتیا او پيغامونه / ( د کندهار انځور ) يو پياوړی ماخذ

( د کندهار انځور ) يو پياوړی ماخذ

په لمړي ځل دکندهاردولايتي ادارې له لوري ديوه ماخذپه ډول دکندهارانځوپه نامه يوکتاب له چاپه راووت .
پدغه کتاب کې دکندهارداداري واحدونو،جغرافيايې موقيعت،نفوس اوټولواړوندچاروپه اړه معلومات راغونډشوي .

دکندهاروالي ډاکترتوريالي ويساديوې خبري ناستې پرمهال ،دغه کتاب ددغه ولايت په اړه دبشپړه معلوماتودترلاسه کولوپه برخه کې ديوه پياوړي ماخذپه توګه يادکړ.
په ونيايې چې پدغه چاپ شوي اثارکې دکندهاردجغرافيې موقيعت ،نفوس ،بشري اودولتي ادارو،امنيتي سکتوراودولايت دټولواړوندوچاروپه اړه بشپړه معلومات راغونډشوي .
ښاغلي ويساوويل چې دکندهارانځورکتاب يې دملګروملتونودپرختيايې ادارې يا(يو،اين،ډي ،پي) په مالي لګښت دزروټوکوپه تيراژچاپ کړى .

نوموړي زياته کړل چې دنړيوالوپه ګډون څوک چې دکندهارپه اړه تازه معلوماتوته لېواله وي نوله دې لاري څخه تريوه بريده کافي معلومات ترلاسه کولاى شي .
دکندهاردوالي وياندزلمى ايوبي وايې چې دکندهارانځوکتاب به دهيواددټلوولاياتوپه ګډون په هيوادکې مېشتوسفارتونواوترنړيوالوسازمانونوپوري ورسوي .
چارواکې وايې ،دهيوادپه کچه دالمړى ځل دي چې ديوه ولايت په اړه دغه ډول معلوماتي اثارله چاپه راوځي . د لراوبر ويبپاڼي اداره په پام کي لري چي ډير ژر په ټوله نړۍ کي خپل لوستونکي ددې مهم اثر له لوستلو څخه برخمن کړي .