کور / تازه خبرونه / هلمند: په مارجه کي د طالبانو مهم قومندان ووژل سو

هلمند: په مارجه کي د طالبانو مهم قومندان ووژل سو

د هلمند ولايتي مقامات وايي د افغان او ايتلافي عسکرو په ګډو عملياتو کي د طالبانو يو مهم قومندان ووژل سو.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي ملا امان الله چي په مارجه کي د طالبانو مهم قومندان وو، پرون د جمعې په ورځ ناوخته له ځواکونو سره په نښته کي له څو نورو ملګرو سره وژل سوى دئ.
د قومندان امان الله د مړيني او په مارجه کي د هغه د مقام په هکله لا طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د مارجې عمليات چي د يوې هفتې راهيسي روان دي په هکله يې ضد او نقيض خبرونه خپرېږي چي حکومت او بهرنيان خپل اړخ او طالبان بيا خپله ډله بريالۍ بولي، خو د عملياتو له ځنډ او د بهرنيو عسکرو له مړيني څخه ښکاري چي حکومتي اړخ د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ دئ.