کور / تازه خبرونه / ابوموسى: له ملامحمدعمر او اسامه سره مي کندهار ته نيژدې وليدل

ابوموسى: له ملامحمدعمر او اسامه سره مي کندهار ته نيژدې وليدل

د اسامه بن لادن نيول سوئ ملګرى ابوموسى وايي د طالبانو مشر ملامحمدعمر او اسامه بن لادن په پاکستان کي نه دي، خو د طالبانو او القاعدې مهم قومندانان دلته اوسېږي.
نوموړى چي اوس د پاکستاني استخباراتو سره بندي دي، د آج تلوېزون په وينا دغه څرګندوني يې د تحقيق پر مهال کړي دي.
ابوريان الزرکازي مشهور په ابو موسى تېره اونۍ په کراچي ښار کي د پاکستاني استخباراتو له خوا نيول سوئ دئ.
ابوموسى ويلي ده يوه نيمه مياشت دمخه کندهار ته نيژدې د طالبانو په شورا کي له ملامحمدعمر او اسامه بن لادن سره وليدل او ملامحمدعمر له مولوي جلال الدين حقاني څخه د يوه ليک د ترلاسه کېدو خبره وکړه، چي حقاني له ملاممحمدعمر څخه غوښتي وو، له افغان حکومت او امريکا سره هيڅکله خبري ونکړي، که چيري مذاکرات وکړي افغانان به يې هيڅکله ونه بخښي.
ابوموسى ويلي هغه کسانو چي له امريکا او افغان حکومت سره يې خبري پيل کړي، هغوى له بن لادن او طالبانو سره هيڅ راز اړيکي نه لري.
ابو موسى د تحقيقاتو پر مهال په پاکستان کي د ملامحمدعمر او اسامه سته والى رد کړئ، خو وايي د القاعدې او طالبانو ځيني مهم قومندانان دلته مېشت چي بهرنيان هم پکښي شامل دي.