د انتظار سترګې ړندې شوې زه لا ستا په تمه
پر لويه لار شوم لكه پل ستا و ديدن ته پاته
لاړې اوډرې قافلې شوې زه لا ستا په تمه
تا مې په څومره بېدردي مړې تلوسې كړې د زړه
دوى خو د خاورو مېلمنې شوې زه لا ستا په تمه
چې مې ليدل د تصور پر مړوند ستا په هكله
واړه خوبونه افسانې شوې زه لا ستا په تمه
ما چې ژړل ستا چې لوزونه د راتلو وو پر خوله
له تا مې هېرې سترګې سرې شوې زه لا ستا په تمه
زنګ مې په پښو كې زولنې شوې زه لا ستا په تمه
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه