تېره ورځ په كندوز كې پنځه طالبان د خپل يوه قومندان په ګډون هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې ماين ښخ كړي خو ماين تر وخت وړاندې وچاودېدى.
ولايتي وياند محبوب الله سيدي رسنيو ته ويلي چې د طالبانو قومندان ملا شراف الدين چې په شهاب الدين هم ياديدى د خپلو څلورو ساتونكو سره هغه مهال ووژل شو چې په ارچي دښت كې يې د سړك پر غاړه ماين ښخاوه.
ده همدارنګه وويل چې ملا شراف الدين د طالبانو له خوا د ولسوال دنده هم ترسره كړې.