د مېرمن کلتوري -ټولنيز بهير ٧٥ اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ١٣٨٨ کال د سلواغې په ٢٤ نېټه د پوهنې د وزارت په کلوپ کې د ګڼ شمېر خويندو او مېلمنو په ګډون جوړه شوه . د غونډې ويانده ندا ساپۍ وه . ريسه يې ساهره شريف ، منشي يې ګل مينه يوسفزۍ، مېلمانه يې آغلې مدينه حکمت ، ښاغلی عنايت الله عالمي ، ښاغلي ديدار ، ځلاند او ښاغلی صميم پکتياوال وو.
د غونډې په پيل کې دمیرمن بهیر غړې آغلې ستورۍ معارج ستانیکزۍ چې دهیواد دشمالي ولایتونو په سفر بوخته ده دټیلیفون پر کرښه یې خپل کاري رپوټ وړاندې کړې ،نوموړې په تخارولایت کې د۴۱ میرمنو په ګډون دمیرمن کلتوري بهیر دجوړیدو زیری هم ورکړ،او بیا یې په شمالي ولایتونو کې دکلتوري او ادبي کارونو او دبلخ ولایت دمیرمن بهیر په غونډه کې دګډون رپوټ وړاندې کړ،دیادونې وړده چې آغلې ستورۍ ستانیکزۍ پخپل شخصي لګښت شمالي ولایتونو ته تللې څو هلته دمیرمن بهیر څانګې پرانیزي او هلته دپښتنو میرمنو له خوا فرهنګي فعالیتونه وارزوي .وروسته ښاغلي عالمي د افغانې ښځې يون د ټولنې په استازيتوب خبرې وکړې او وې ويل : دغه ټولنه هغو خويندو لپاره چې لازمه وړتيا لري ،کولی شي ډېر امکانات لکه بهرني سفرونه ، په ځينو مهمو غونډو کې ښځو ته د وينا کولو او په بېلابېلو ورکشاپونو کې د ګډون کولو چانس برابر کړي.
ورپسې اغلې ساهرې شريف د ښځو د وړتياوو د لوړولو په اړه اوږدې خبرې وکړې. هغې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل : اکثرا داسې پېښيږي چې پښتنې مېرمنې د لازمو وړتياوو د نه لرلو له وجهې له ډېرو امکاناتو نه بې برخې پاتې کېږي ، له دې وروسته دا د مېرمن بهير مسوليت دی چې د ښځو د وړتياوو د لوړولو په برخه کې هڅه وکړي او دا کار بايد له بهير والو نه پيل شي. له هغې وروسته آغلې مدينه همت د افغان ځوانانو ملي اسلامې ټولنې په استازيتوب خبرې وکړې. هغې په سر کې بهير والو ته خپله ټولنه وروپېژندله او زياته يې کړه چې موږ د ځوانانو لپاره يو شمېر کورسونه او روزنيز پروګرامونه لرو او د مېرمن بهير خويندې کولی شي نوموړو کورسونو کې ګډون وکړي ، ګټه ورځنې اوچته کړي او په ځینو برخو په ګډه کار او فعالیت وکړو.
ندا ساپۍ له ويناوالو نه مننه وکړه او په ضمن کې يې بهير والو ته په خطاب کې وويل: دا حرکت چې تاسو نن پيل کړی دی ښايې اوس ځينو ته يوه عادي خبره ښکاره شي خو زه باورلرم چې يو وخت به تاسو يو لوی بدلون رامنځته کړئ خو شرط دا دی چې تاسو خپل ځانونه په هراړخيزه توګه د داسې يوه انقلاب راوستلو ته تيار کړئ او بله دا چې خپل همت له لاسه ورنه کړئ.
د غونډې په دوهمه برخه کې اغلې وږمې فضلي د لنډې کيسې د تاريخچې په اړه لکچر وړاندې کړ.
ورپسې په جرمني هېواد کې د مېرمن بهير دڅانګې د غړې اغلې رحيمې پښتونجار دا نظم کره کتنې ته وړاندې شو:
د شاعرې يادښت :هغه سپيڅلي ماشوم (( رشاد)) ته ، چې دروان کال د جدي په اته ويشتمه يې د کابل ښار په جګړه کې خپل وړوکی ټټر د مرميو سپر کړ.
تنکی رشاد
نن د سما ښاپېرۍ
ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي
د یوې مور د ارمانونو سرې غونچې لټوي
د یوې ښکلې او نازکې هیلې وروستۍ شېبې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنتونو په غېږ د سرو لمبو په ګلبڼ
د ګلابونو پر مخ سپرغۍ د سرې بلې ډېوې لټوي
د مرور او ځورېدلې رشاد
خوارې لېمې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنت حورو د قسمت پر دښته
د سرو غاټولو د زړګو په داغو
پټې د پرخو په دعا لګوي
نن درشاد پر سېنه د پرهرونو
سرې غونچې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنت حورو په سپېنچکو وزرو
د شهېدانو دسرو وېنو لګېدلې تپېو
دمخ حجاب لټوې
دا د مور مړې او سپېڅلې رشاد
د روح وزر لټوې
نن دسما ښاپېرۍ
ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي
د یوې مور د ارمانونوسرې غونچې لټوي
د یوې ښکلې او نازکې هیلې روستۍ شېبې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ ډېوه په لاس
تنکی رشاد لټوي
تنکی رشاد لټوي
د کره کتنې برخه ندا ساپۍ پر خپلو خبرو پيل کړه هغې وويل : که د ياګانو په برخه کې له ځينو ټيپي غلطيو نه راتېر شو نو نظم ښکلی و او ښکلايې په دې کې وه چې انځوريز او ، ښه تشبېحات يې لرل او د درد يو ژوندی احساس پکې نغښتی و. دلته د سما له ښاپېريو نه مطلب د اسمان پرښتې دي چې شاعرې د پرښتې يا ملايکې پر ځای د ښاپېرۍ کلمه کارولې چې زما په نظر شعر ته يې ښکلا ورکړې ده.
ورپسې ځلاند وويل : که څه هم په نظم کې ځينې بيتونه څو ځلې تکرار شوی خو بيا هم د فورم له مخې دا يو ازاد نظم دی . خيال پکې تر اخېره په ښه توګه پالل شوی دی . که څه هم يونيم ځای وزن پکې مات شوی غوندې دی خو له ټوله سره دا يو ښه او بريالی نظم دی . ورپسې نورو خويندو هم په نوبت سره خپل نظريات څرګند کړل.
ورپسې ازاده مشاعره وشوه .چې په حاضرو خویندو سربیره له دپکتیا،غزني،کابل ،لوګر او وردګو او میدان ولایتونو له کلیو څخه پښتنو خویندو شاعرانو خپل شعرونه دټیلفون په کرښه ولوستل، د مشاعرې بهير د سلام وطندار راډيو له خوا ثپتېده.
د غونډې په پای کې يو اندازه د قرطاسيې مواد ، د ماشومانو د لوبو شيان پر بهيروالو دصمیم پکتیاوال له خوا ووېشل شول ،په غونډه کې د ((اسلامي ډیوه))مجله ((عرفان)) مجلې ((درخانۍ))یوه یوه ګڼه اوهمداراز د ښاغلي محمود مرهون ځينې کتابونه چې پخپله يې بهير ته ډالۍ کړي و ، بهير والو ته ورکړل شول . د اونۍ غوره نجۍ اغلې عاطفه اشنا د پچې په اساس وټاکل شوه .او دمیرمن بهیر ځانګړې اوونیزه ډالۍ ورته ورکړل شوه.
په غونډه کې دغو خویندو ګډون کړی و او ځینو خپل شعرونه ولوستل سپوږمۍ نوري،لیمه حافظ،یاسمین خوشحال،حوریه فیضي،شکریه خروټې ،مدینه همت ،کرشمه ساپۍ ،رابعه، توباندا ساپۍ،ښکلا مومند،سکینه حسیني،جمیله ساپۍ،زیتون شمس نوابي،عزیزه افغاني،صحابه مالک خروټې،عارفه عمرلور،اناییدهاس،ګلالۍ، برښناساپۍ ، مدینه حکمت، نظيفه نيازۍ ،نعیمه غني،وږمه فضلي ،ویدا حافظ،آرزو کبیري،ذینب ، شفیقه لکڼخیل،پښتیانا، مرضيه امین ،ګلمینه یوسفزۍ ،ماریا،مينه، شګوفه ،سوله نیازۍ، لطیفه،اوږۍ امیل،مژده ،بصیره حمیدي، لطیفه وردګ،وجیهه،صالحه سروري.
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د((دزړه تلوسه اومینه
)) ترسرلیک لاندې دآغلې نظیفې نیازۍ لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې شي چې آغلې ندا ساپۍ به پرې لیکلی نقد وړاندې کوي.
غونډه د مازيګر د ناشتا په خوړلو سره په څلورو بجو پاي ته ورسيده .ياده دي وي چي د ميرمن بهيرغونډه دهرې شنبې په ورځ دپوهني وزارت په پنځم پوړكي ددي وزارت په كلوپ كي دماسپښين پر يوه نيمه بجه جوړيږي.