کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ادراک، غټ مدرک او د ده شډلي

ادراک، غټ مدرک او د ده شډلي

په سالنګ کې له واورې ښويېدنې څخه د رامنځته شوې بخولې پړه له طبعيي پېښو سره د مبارزې ادارې پر غاړه ده چې له 750 مليونه تخصيص سره سره تراوسه شړ او شډل دى او هيڅ ډول اجرايوي وړتيا نه لري.

د تېرې دوشنبې په شپه په 9 بجو د سالنګ د خاکي پله اوسېدونکي د ((کمک…….کمک………)) نارو سورو هېښ کړل. د دوى د لسو په شاوخواکې کسان په ډېره وېره او بېره له کورونو ووتل او په هغه لور لاړل چې دغه د بېوسۍ نارې سورې ترې پورته کېدې.

دغه خلک چې د پېښې ځاى ته ورسېدل، نو ويې ليدل چې يو 303 بس موټر له سړک څخه شل دېرش متره کوږ شوى او د واورو تر منځ ګير پاتې دى.

دا د واورې ښويېدنې هغه بده پېښه وه چې زموږ د 200 په شاوخوا کې د هيوادوالو ژوند يې واخيست او په همدې شمېر کسان يې ژوبل کړل.

د سالنګ دغو باتورو خلکو د دغه بس ټولې سورلۍ د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون وژغورلې او خپلو کورنو ته يې له ځانونو سره يوړې او هلته يې تودې خونې په واک کې ورکړې.

د دغه خلکو يو تن چې له يوه تلويزيون سره يې خبرې کولې د دغه بس د يوازني قرباني په توګه د هغه ځوان پر وژنه هم خپګان ښکاره کړ چې له بس څخه الوتى او وژل شوى و.

دغه ځوان زموږ د شمالي ولايتونو يو اوسېدونکى و چې د کار له پاره کابل ته پر لاره و.

د سالنګ خلکو تر سهاره د قربانيانو ژغورلو ته اوږه ورکړه او هم يې سمدلاسه دولتي چارواکي پر پېښه خبر کړل.

د ژغورنې د دولتي کاروان لومړنۍ جوپه چې د پروان پوليس ول، د سهار له چاى څښلو وروسته 9 بجې سيمې ته راورسېده.

دا نو هغه وخت و چې دواړو غاړو ته بند پاتې سورليو خپل ځانونه پخپله ژغورلي او پښې يې تر جبل السراج، کابل او چاريکاره اوږدې کړې وې او هم يې د لارې په اوږدو کې له ژوبلو او په واورو کې له ډوبو کسانو سره مرستې ته وردانګلي وو.

د دې کسانو شمېر نور درې زرو ته رسېدلى و، کوم چې دولتي چارواکو يې د مډيا له لارې د ژغورنې لاپې شاپې وهي او د سيف الملوک وژلي ښامار پر وينو يې تورې سرې کوي.

دولتي ژغورندويانو ته يوازې هغه موټرې پاتې وې چې له ساحې څخه لرې او د زياتو واورو لاندې پټ ول او هغوى يې د مړو پر وېستنه يوه اونۍ واړوله.

د سالنګ بخولي د مرګ ژوبلې په زياتېدو په ميډيا کې هم غوغا جوړه شوه، لکه څنګه چې برعکس بې سواده ميډيا تل د ظالم او شډلو چارواکو په ژبه او د لاس پر الې بدلېږي او د ناوړې ګټې وسيله ګرځي، نو دولتي قبر څپړونکي چې د ورځې له نهه بجو يانې له پېښې څخه پوره 12 ساعتونه وروسته سيمې ته رسېدلي وو او لاهم يې د پېښې او بخولي د عمق او طول په اړه معلومات نه درلودل، د مايکونو ترشا ودرېدل او د خبريالانو له ناخبرۍ او بې سوادۍ څخه په ګټه ځانونه يې ژغورندان او اتلان وروپېژندل.

که څه هم د کرزي صيب د حکومت د بې سوادۍ، بې کفايتۍ او فساد جنډه په ټوله نړۍ کې پورته ده، خو هغه څه چې يو ځل بيا يې ترې پرده پورته کړه د استاد هاتف په چلولو سره د شمشاد تلويزيون ګردى مېز و چې د همدې پېښې په اړه يې لنډکۍ شانته شننه ليدونکو ته وړاندې کړه.

په دغه مېز کې له طبعيي پېښو سره د مبارزې رئيس ښاغلى عبدالمتين ادراک، پارلمان د بېړنۍ کمېټې رييس، د فوايدعامې استازي او انجنير قيام د سياسي کارپوه په توګه ګډون کړى و.

د دغه مېز مهمې خبرې دا وې چې ادارک په ډاګه کړه چې ادارې ته يې 750 مليونه افغانۍ تخصيص ورکړ شوى.
ده پټه کړه چې دغه پيسې اوس چېرې دي او ويې ويل چې د دوى اداره يوازې پاليسي جوړوي او همغږي کوي او کوم اجرايوي وړتيا نه لري، يانې شنډه او شډله ده او د دوى دغه تشه د فوايدعامې، عامې روغتيا، اردو او پوليسو پرسونل ډکوي.

ده په خپلو خبرو کې د تخصيص په اړه يوه مبهمه اشاره دې ته وکړه چې نوموړى تخصيص به د اړوندو ارګانونو د پرسونل له لارې په مصرف رسي او نوموړى تخصيص ګوندې د اړوندو ارګانونو بودجې ته لېږدېدلى او دوى سره هيڅ هم نشته.

د فوايد عامې استازي د ده ادعا غلطه ثابته کړه. هغه استدلال وکړ چې د هرې ادارې بودجه هماغه ادارې ته ورکول کيږي او له نورو ادارو سره د تړون په صورت کې بودجه او حسابونه يې د ماليې وزارت لخوا تصفيه او لېږدول کيږي. دغه استازي وويل چې تراوسه اصلاً له فوايدعامې وزارت سره د پېښو د مخنيوي ادارې کوم تړون شتون نه لري، نو هغه بودجه بيا څنګه لېږدېداى شي.

ادراک وويل چې د سالنګ له پاره د دوى ادارې پنځه مليونه ډالره اختصاص کړي چې د فوايد عامې وزارت استازي وويل چې د دوى وسايل او پرسونل په خپلو تېلو او لګښت په سالنګ کې کار کوي او که چېرې له پېښو سره د مبارزې ادارې له دوى سره مشوره او يا همغږي کړې واى، نو دوى به ورته مشوره ورکړى واى چې دغه پنځه مليونه ډالر دې له واورو څخه د مړو په وېستو نه مصرفوي، بلکې د سرک پر سر دې ګالرۍ جوړې کړي چې اصلاً دا راز پېښې رامنځته نه شي.

ادراک له درکه پورته نورې اپلتې هم ويلې چې ګوندې د طبعيي پېښو مخه نه شي نيول کېداى او د دې موخې تمه به ګوندې معاذالله الله ج له ګرېوانه نيول وي او يا دا چې پارلمان يې بودجه کمه کړې ده.

د پارلمان استازي د ده خبره رد کړه او ويې ويل چې پارلمان په ټوله کې بودجه تاييدوي او يا يې ردوي او په ځانګړې توګه د چا له بودجې سره کار نه لري او دا کار که کيږي، نو د ماليې په وزارت کې کيږي او د ماليې وزارت هم د يوې ادارې بودجه هغه وخت کموي چې د قانع کولو له پاره يې دلايل ورته ونه لري.

ادارک د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې د ده کارکونه د سالنګ په پېښه کې دا وه چې ځينو ادارو ته يې تلېفونونه وکړل او له هغوى يې مرسته وغوښته، سره همغږې يې کړل او خپله هم پسې ناوخته(له پېښې 14 ساعته وروسته) ساحې ته ولاړ.

د پارلمان استازي دغه کارکونه د نوموړې ادارې له پاره بس ونه بلله او ويې ويل که د نوموړې ادارې کار همدا وي، خو دغه کار د پېښو پر وړاندې د مبارزې ګډ کمېسيون چې د ولسمشر دويم مرستيال يې په سر کې دى هم کوي او د دوى له پاره کومه اړتيا نه پاتې کيږي.

د فوايد عامې استازي وويل که د اداراک صيب ادارې د کال په سر کې او يا د بودجې د تخصيص، پلان او پاليسي جوړولو پر وخت په رښتيني توګه له اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه له فوايد عامې وزارت سره غوږ جنګولى او همغږي کړې واى، نو دوى ورسره د بودجې په لګښت او اغېزمنو او بنيادي پلانونو په جوړولو کې زياته مرسته ورسره کولى شوه.

دغه استازي وويل چې د ادراک صيب له خبرو داسې ښکاري چې د دغه ادارې په پلان جوړونه کې خورا نيمګړتياوې پرتې دي او اداره د دې پر ځاى چې خپله بودجه د زيربناو په رامنځته کولو ولګوي، په کرايو او معاشونو يې لګوي چې په کې د پراخ فساد شونتياوې شتون لري.

په دغه مېز کې وويل شول چې لومړى بايد د هوا پېژندنې په اړه له ګاونډيو هيوادونو سره تړونونه شوي واى او د هوا له حالاتو خلک خبر شوي واى او بيا کله چې په سالنګ کې د واورې توپان چلېده، نو بيا لاره تړل شوې واى.

په دې مېز کې په يوه خوله وويل شول چې د سالنګ پېښه د وظيفوي غفلت له امله رامنځته شوى، د قانون پر اساس دغه موضوع د عدلي تعقيب وړ ده او په کار ده چې د پېښې مجرمين محکمې ته راکاږل شي.

په ټوليزه توګه ويلاى شو چې د کرزي صيب زياتره چارواکي په جعلي دپلومونو مقرر شوي کسان دي چې مسلکي پوهه نه لري او يا يې کمه لري او اداري فساد بله هغه ناوړه پديده ده چې د چارواکو پاملرنه د تخصيص او پلان جوړولو پر وخت غيرزيربنايي چارو ته رااړوي چې په کې د فساد او اختلاس شونتيا زياته وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ټولنه يوه وروسته پاتې ټولنه ده او په ډېرو لومړنيو زيربنايي تاسيساتو خپل ژوند مخته بيايي او له بل هر څه ورته د زيربناوو رغول او رامنځته کول لومړيتوب لري.

کمپونډ منجمنټ د هغو ادارو په وس پوره دى چې پياوړې زيربناوې او امکانات ولري.

له طبعيي پېښو سره د مبارزې د اغېزمنتيا له پاره په کار ده چې دغه اداره په اجرايوي امکاناتو سمبال شي او د دغه ادارې پر ځان بسياينې له پاره پياوړي زيربنايي کارونه ترسره شي.

دغه اداره بايد خپل پرسونل او د ژغورنې خپلواک مرکزونه ولري او زيانمنو نقطو ته نژدې ځاى پر ځاى شي.

د ژغورنې يو مرکز د کار له وسايلو، موټرو، ماشينونو، پرسونل، روغتيايي اسانتياوو، وسايلو او پرسونل، مناسبو تودو خونو او تودوخې له سيستمونو او د لېږد وسايطو، اطفايې، اوبو د ډپ کولو لنګرونو او نورو څخه بايد جوړ شوى وي.

د سالنګ لارې په اوږدو کې لږ تر لږه دوو د ژغورنې دايمي مرکزونو ته اړتيا ده چې په دغه مرکزونو کې بايد د واورې پاکولو وسايط، وسايل او پرسونل چې وکولى شي په سړه هوا کې کار وکړي او همدا راز روغتيايي مرکزونو او د مرستې وېشلو(لباس، خوراکي توکو) او د استوګنې د تودو خونو اسانتياوې او د موټرو درولو له پاره پارکونه ولري.

د ژغورنې مرکزونه بايد د ټولو لويو لارو په اوږدو او هغو ځايونو کې چې د طبعيي پېښو اټکل او وېره په کې موجوده وي، شتون ولري.

په پاى کې له الله ج څخه د مهربانۍ، انصاف او عدالت غوښتنه کوم، له کرزي او د هغه له فاسدې او مافيايي ادارې څخه خو خبره بوړه ده او ورته تمه له حماقت سېوا نور څه نه ده.

تاسو مطمئن اوسئ چې الله ج به د سالنګ د قربانيانو انتقام له دوى اخلي، الله ج ژر انتقام اخيستونکى دى.

زما خندا د شمال ميليت ګرايانو ته راځي، هغوى چې تل د قومي تعصب له ورخه اوبه چښي او د قوم پالنې ډبره په سينه موښي او پښتانه له تاجکو، هزاره و او ازبکو سره په ظلم او ستم ملامتوي، هغوى چېرته وو او اوس چېرته دي چې د سالنګ د قربانيانو پر حال، پر دوى د شوې بېغورۍ پر ستم او استبداد وژاړي او دوى ته يې حقوق وغواړي.

په پارلمان کې نيم وکيلان د شمالي ولايتونو دي، پر دوى څه ټکه پرېوتې ده چې تراوسه يې د سالنګ مهمې لارې په اړه ان يوه خبره هم په پارلمان کې نه ده راپورته کړې.

دغه لاره لاپخوا يې بايد د ګالريو په جوړولو د واورې ښويېدنې خطر له منځه تللى واى.

زه په ډاډ سره ويلى شم چې د سالنګ پر پېښه هيڅ زړه به نه وي چې دردېدلى نه وي او په تېره د پښتنو چې په دغه پېښه کې يې خپل بدخشي او دشمالي ولايتونو وروڼه له لاسه ورکړل چې دا مهال د يو شمېر لېوه صفته جنګسالارانو لخوا ربړېږي او پر برخليک يې لوبې کيږي.

الله ج دې ولس ته توفيق ورکړي چې يوه ورځ د شمالي ولايتونو پر خلکو د ملېشو او جنګسالارانو د ظلم او استبداد انتقام له هغوى واخلي او هغه د تعصب دېوالونه ونړوي چې جنګسالارانو د مسلمان او واحد ملت ترمنځ د خپلې سوداګرۍ له پاره جوړ کړي دي.