د امریکا د جنوبی کرولینا مشهوره ورځپاڼه ( سن ) د یو پوځی مقام په حواله خبر ورکوی چی په مارجه کی امریکایان هغو خلکو ته معاوضه ورکوی چی دوی یې وژنی یا یې کور ور نړولی وی ، یا یې زراعتی مځکه ور خرابه کړې وی او یا هم د طالبانو په باره کی اطلاعات ورکړی . دغه افسر ( جین هیکس ) ورته وویل چی که یو کوچنی یا بالغ ملکی افغان ووژنو ، نو په بدل کی به ۱۵۰۰ ـ ۲۵۰۰ ډالره ورکړو . که یې لاس یا پښه له منځه یوسو یا مو ژوبل کړی وی هغه ته ۶۰۰ ـ ۱۵۰۰ ډالره ورکوو . که مو موټر ور خراب یا محوه کړی وی نو هغه ته ۵۰۰ ـ ۲۵۰۰ ډالره ورکوو . او که مو زراعتی مځکه ور خرابه کړې وی هغه ته ۵۰ ـ ۲۵۰ ډالره ورکوو . که مو د چا کور پوسته کړﺉ وی هغه ته ۵۰۰ ډالره ورکوو . او که څوک د طالبانو د فعالیتونو ، د هغوی د آدرسونو یا ماین ښخولو اړونده اطلاع راکړي نو هغوی ته به هم ډیر ډالرونه ورکړو ( خو مبلغ یې واضح نه کړ ، ښایی په استخباراتی لومه کی به یې راګیروی ) .
خو څیړونکي انتقاد کوی چی امریکایان د بشری حقوقو پر خلاف غواړي په دې توګه د مارجې د غیرتي ولس د غره په شان همت په یو څو ډالرو ور مات کړی .