کور / راپور / په سوات یو بل مصیبت راغلو

په سوات یو بل مصیبت راغلو

د ترور د چپی نه وروستو هم دا اوس په دی نزدی ورځو کی په بد قسمته سوات سیمه کی د چاپیریال ظلم دوام لری. دسوات په لری پرتو سیمو کی، چرته چه د تیرو دوو کالو راسی خلق د ترورستا نود لاسه په کورونو کی بند ول، اوس د سختو واورو، چړو او زمکی د خوهیدو له کبله په یو بل مصیبت اخته دی. د بالایی سوات ۸۵ حلقی په لس او د حلقه ۸۴ په دوو یونین کونسلونو کی دا مصیبت ډیر زیات دې، چرته چه دری لکه خلق د مصیبت سره مخ دی. په کوهستان کی ۵۰ تنه مړه شوی دی. په کالام، بحرین، مدین، میادم او فتحپور کی هم خلق د کورونو غورزیدو، بیماریانو،لوګی او نورو سختو سره مخ دی.ډیر زر قحط هم راتللی شی.

دحلقه ۸۵ نه د پښتونخوا د ایا لتی اسمبلئ غړی او مشهور سوشل ورکر، سید جعفر شاه، څوک چه د خپلو خدماتو په وجه دسوات په عبدالستار ایدهی یاد دې، پرون په ایا لتی شورا کی دا ستونزه وچیړله. د پښتونخوا ستر وزیر حیدر هوتی د سید جعفر شاه په درخواست څه نا څه خو کړی دی، خودمرستو اړتیا ډیره ده. ځکه نو سید جعفرشاه او د کاروان ملګرو په ګډه د یو بریخنا لیک له لوری د ګردی نړئ د مرستی سازمانونو او امدادی موسسو ته غږ کړې چه د سوات د کړیدلی اولس مرسته وکړی. قوی هیله ده چه امدادی موسسی به ډیر زر کار شروع کړی او د اولس ستونزی به څه نا څه کمی شی.

د لراو بر په واسطه مونږ د کاروان سازمان غړی او د پښتونخوا د ایا لتی اسمبلئ غړې سید جعفرشاه ټولو امدادی سازمانونو او موسسو ته درخواست کوو چه د سوات د کالام، اتروړ، مانکیال، بحرین، مدین، میاندم، فتحپور، سخره او دارمئ د غریب او کړیدلی اولس سره مرسته وکړی.

سماجی تنظیم کاروان
مرکزی دفتر، ابدره روډ یونیورسټی ټاون پیښور
د کاروان سوات پته. منګوره سوات
د سوات د دفتر نمبر: ۹۲۹۴۶۷۱۲۴۴۸