د ناټو تړون غړي هيوادهالنډ ايتلافي کابينه د تيري ورځي ماپښين ۱۲ بجو څخه تر نن سهار ۴ بجو پوري ۱۴ ساعته په روزګان کي د پاته کېدو يا پوځيانو د ايستلو پر سر بېله موافقې د کابينې په ټوټه ټوټه کېدو پای ته ورسېده .
د هالنډ لومړي وزير يان بلکننده په سيمه ايز وخت ۰۴:۱۸ په دې اړه په خپله لومړۍ خبري ناسته کي وويل چي نن د ورځي به کابينې د ماتېدو او د کارګرو ګوند استعفا ليک د هالنډ مليکې بياټريکس ته وسپاري .
د هالنډ په ايتلافي کابينه کي د روزګان پر سر لانجې تېره اوونۍ هغه وخت پيل سوې چي دهالنډ د کارګرو ګوند د ناټو لخوا په روزګان کي د پاته کېدلو وړانديز رد کړ .
د يادوني وړ ده چي ۶۰ سلينه هالنډيان له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د وتلو غوښتونکي دي خو د هالنډ حکومت د امريکا او ناټو د خوشاله کولو لپاره په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د پاته کېدو لپاره دلايل لټوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه