ناټو ، د انګلستان د دفاع وزارت او د اسټرالیا « اې اې پی » شبکه خبر ورکوی چی نن پنجشنبه طالبانو د هلمند په مارجه کی پنځه بهرني پوځیان ووژل چی دوه یې برتانویان او درې یې هم امریکایان دي . خبر وایی چی درې پوځیان ماینونو والوزول او دوه هم طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل . خو داسی ګومان کیږی چی دا پوځیان مخکی وژل سوي وو لاکن خبر یې اوس ورو ورو خپریږی . په دې سره د برتانوي پوځ تلفات ۲۶۳ ته او د امریکایی پوځ تلفات هم ۹۹۶ ته ورسېدل .