کور / تازه خبرونه / زمری بشری : مارجه راته ونیسیً او موږ ته یې وسپارﺉ

زمری بشری : مارجه راته ونیسیً او موږ ته یې وسپارﺉ

« دویچه پریس ایجنسی » راپور ورکړ چی د کابل رژیم د داخله وزارت ویاند زمری بشری ناټو ته وویل چی مارجه د طالبانو څخه راته ونیسیً او موږ ته یې راوسپارﺉ او موږ به هم د ده په وینا د خلکو زړونه وګټو . ده وویل چی موږ ۱۱۰۰ پولیس نادعلی او مارجې ته لیږلي دي خو وروسته به دا شمیر ۱۶۰۰ ته ورسوو . بشری د پولیسو د فساد په هکله وویل چی بیا به دا غلطۍ نه کیږی .
خو مبصرین معتقد دي چی د هلمند په تیرو ۱۳ پوځی عملیاتو کی رژیم هر ځل ناټو ته عینأ زارۍ کړي او هغوی هم د هلمند مختلفي سیمی ورته نیولي او ورسپارلي دي ، مګر دوی ولس ځپلی دی څو چی په نتیجه کی یې دا سیمی بیرته پر طالبانو بایللي دي .