دمیدانښار په مرکزي روغتون کې يو مجهز زېږنتون دسویډن دمرستندویه موسسې د (۴۵) زره امریکایي ډالرو په ارزښت دولایت والي محمد حلیم فدایي ،ددې ریاست ریس او سویډن استازو لخوا دپټۍ په پریکولو سره رسماٌ پرانیستل شو.
د روغتون دپرانیستې پرمهال ښاغلي والي د داډول روغتایي مرکزونو پرانیسته دمور او ماشوم د ژوند دساتنې په اړه یو میکانیزم وبللوو او سویډن موسسې استازو نه یې مننه وکړه، همدارنګه ددې ریاست ریس غلام فاروق مخلص وردګ هم په ولایت کې د روغتیایي مرکزونو ته دخلکو لاس رسي په اړه رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د ولایت په کچه ۹۰٪ وګړې لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته لاس رسي لري، نوموړي موثرو روغتیایي خدمتونوپه وړاندې د تخصص نشتوالی او دښځینو ډاکترانو کمبود سترې ننګونې وبللې ، دسویډن موسسې په استازیتوب ډاکتر صافي دپرانیستې پرمهال وویل نوموړی موسسې د ولایت په کچه دا ډول ۲۴ نسایی ولادي مرکزونه جوړکړې او دسیمې خلکو ستونزوې یې تر ډیرې بریده لمنځه وړي.