دکندزوالې انجينرمحمدعمر نن وويل چې دکندز اوبغلان لپاره دطالبانووالايان دډيورنډ کرښي هاغاړه دبلوچستان په ايالت کې نيولې شوي دي عمرزياتوې چې چې نيول شويوکسانوکې ملاعبدالسلام هم شامل دي چې نيولې شوي طالب والې په ياد ولايت کې دوسلوالوځانګړې ارتباطې کس ووچې د طالب واکمنو پر مهال ئي د دولس زره کسانو قومانده په لاس کې لرله . خوبل خوادوسلوالوطالبانويوتن وياند ديوناڅرګندځاي څخه دټيلفون پرکرښه کليدته وويل چې ملاعبدالسلام اوملااخترمحمداوهمدارنګه دطالبانو نور مشران نه دي نيولې شوي بلکه داګونګسې دمارجې ولسوالې دروانوعملياتولپاره دتبلغاتې وسيلې په څير کارول کيږئ .تيره ورځ هم انجنيرمحمدعمر خبريالانوته وويل چې په راتلونکې کب مياشت کې به ددولت مخالفينو پروړاندي عمليات پيل کړئ.