د پاکستان حکومت وايي په بلوچستان ايالت کي يې د طالبانو د واکمنۍ دوه طالب واليان نيولي دي.
د آج ټلوېزون د پاکستاني استخباراتو په حواله خبر ورکړ چي د ملاعبدالسلام او ملاميرمحمد په نوم دوه طالب مشران يې د ملابرادر څخه د ترلاسه سويو معلوماتو پر بنسټ نيولي دي.
د طالبانو د دغو قومندانانو په هکله دا نه دي ويل سوي چي په کومو ولايتونو کي يې د واليانو په توګه دنده اجرا کوله، خو آج ټلوېزون وايي هغوى د طالبانو لوړ پوړي مشران دي.