کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: په جومات کي چاودني ١٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پښتونخوا: په جومات کي چاودني ١٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پښتونخوا ايالت له خيبرايجنسي څخه ورکړل سوئ تازه خبر وايي په يوه مسجد کي د چاودني له کبله نيژدې ٣٠ تنه وژل سوي او تر سلو ډېر ټپيان سوي دي.
د کوهاټ د پوليسو کميشنر خالدخان عمرزى وايي دغه چاودنه د خيبرايجنسي په ليري پرته سيمه تيراه کي هغه مهال رامنځته سوې چي خلګ د غرمې لمانځه ته راغونډ سوي وو.
د نوموړي په وينا د چاودني پر مهال په مسجد کي د ١٥٠ تنو په شاوخوا کي کسان موجود ول، چي د مسجد وداني له منځه تللې ده او پکښي موجود کسان ټول تر چت لاندي سوي دي.
سيمه ايز اوسېدونکي وايي په سيمه کي د ضروري طبي اسانتياوو د نستوالي له کبله ښايي د مړو په شمېر کي زياتوالى راسي.
د خلګو په وينا دغه مسجد د لښکراسلام ډلي د مدرسې دپاره کاراوه او وايي د دي ډلي يو مهم قومندان هم پکښي وژل سوئ دئ.