کور / تازه خبرونه / اته امريکايي قاچاقچيان خوشي سول

اته امريکايي قاچاقچيان خوشي سول

د هايټي حکومت د لسو ماشوم تښتوونکو امريکايانو له جملې څخه اته تنه ځکه خوشي کړي چي محکمې يې په هکله لازم اسناد نه درلودل.
د هايټي حکومت وايي دوه نور کسان آغلې لارا سلسبي او چريسا کولټر يې د زياتو تحقيقاتو دپاره راګرځولي دي.
دوى نيژدې يوه مياشت دمخه د هايټي د حکومت له خوا هغه مهال ونيول سول، چي څو تنه ماشومان يې امريکا ته له ځان سره بېول.
لارا سلسبي چي د يوې خيريه موسسې د کارکوونکي په حيث هلته تللې وه، وايي دغو ماشومانو خپل پلرونه او ميندي له لاسه ورکړي دي، دوى ځکه امريکا ته بېوله چي هلته يې د خپلو اولادونو سره يو ځاى لوى کړي.خو د هايټي حکومت وايي دغه کار بايد د دوى په اجازه ترسره سوئ واى