کور / تازه خبرونه / کندوزکې المانې سرتيروته مرګ ژوبله اوښتې.

کندوزکې المانې سرتيروته مرګ ژوبله اوښتې.

دوسلوالوطالبانويوتن وياند قاري ذبيح الله مجاهدادعا کوي چې تيره ورځ ناوخته دچاردرې ولسوالې عيسي خيلو اوتوتوبازار په سيمه کې په دغه ولايت کې پر ميشتوالمانې ځواکونو باندې وسلوال بريد ترسره کړي چې په پايله کې درې عرادې موټرويجاړکړي او٦ تنه سپاره يي په کې وژلې او ٨ ئئ سخت ټپيان کړيدي . نوموړي په دغه پيښه کې دخپلودووتنوملګرودټپي کيدو پخلې هم وکړ.
همدارنګه مجاهد زياتوي چې دتاش ګودر په سيمه کې په بله جلا پيښه کې ٢ اربکې مليشې وژلې اودوه ئي ټپيان کړي دي .
خوپه کندز ولايت کې دميشتوبهرنيو ځواکونو دمطبوعاتو مسول جنرال مارتنزرسنيو ته دپيښې پخلې وکړ اوزياته ئي کړه چې په دغه وسلواله نښته کې د دوي ٣ تنه سرتيرې سطحې ټپيان شويدي . او وويل چې پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله د دوي ځواکونو دولسې وګړو سره دمرستولپاره هغه سيمې ته ورغلې ووچې دبيرته ستنيدو پرمهال پري بريد وشو اونښته رامنځ ته شوه دهغه پروينا نښتې قابودوه ساعته دوام درلوده . مارتنززياتوي چې په دغه پيښه مخالفينوته هم زيان اوښتې دي مګرپه دي اړه دقيق مالومات نلري .
له بل لوري چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخيل دټيلفون پرليکه دپيښې په اړه وويل: چې دعيسي خيلو اوتوتوسيمې ته المانې سرتيرو ورتګ د دوي دهمغږي پرته ترسره شوي دي نوځکه چې په وينا ئي داډول پيښه رامنځ ته شوه هغه هم تاييد کړه چې په دغه پيښه کې درې المانې سرتيرې ټپيان شويدي چې ديوتن ټپې روغتيائي حالت نازک ښودل شويدي .
خوکله چې مودعمرخيل څخه ملکې وګړو ته داوښتي زيان په اړه وپوښتل هغه وويل چې په دغه نښته کې ملکې وګړو ته هيڅ دسرزيان نه دي اوښتې.
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندي ددرانيو په سيمه کې دشک لاندې کور باندي بهرنيوځواکونو چاپه واچوله چې دچارواکوپروينا په دغه عملياتوکې قاري عزت الله په نامه چې ګومان کيده چې دطالبانودسرسړې به وي په کې ووژل شو. طالبانو هم ادعا کوله چې درې بهرنياني په دغه پيښه کې له منځه تللې . چاردره دکندزنسبتاناارامو ولسواليود ډلې څخه ده چې وخت ناوخته په کې ددولت اووسلوالوطالبانو ترمنځ نښتي رامنځ ته کيږي .