د پاکستان ولسمشر د جنورۍ په شلمه نيټه ځينو اروپايي هېوادونو خپل اته ورځنی سفر پيل کړ،چې په ترڅ کې يې سويس ،فرانسې ،بلژيک او بريتانيا ته ولاړ،او د داوس په نړيواله اقتصادي غونډه کې ګډون هم درلود.
اروپا ته د مشرف دغه سفر د پوځي دريشي تر ايستلو وروسته د هغه لمړی سفر ګڼل کيږي،خو په دې حساس وخت کې چې په پاکستان کې تر بل هر وخت څخه حالات ډېر کړکيچن دي ، مشرف دکومې موخې لپاره اروپا ته مخه کړيده؟
د ځينو کسانو په أند په وروستيو وختونو کې لويديځو هېوادونو په تېره بيا اروپايي هېوادونو د مشرف حکومت تر سختو نيوکو لاندې نيولی،او دهغوی په وينا چې د پاکستان اوسني حکومت د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لکه څنګه چې غوښتنه کيږي هغه شان رول ندی لوبولی،نو مشرف غواړي د دې سفر له لارې له هغو هېوادونوسره د خپلو اړيکيو د ټينګتيا او د هغوی د بيا وباور تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي .
دا چې پاکستان له افغانستان سره اوږده پوله لري،او تل د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې سختې نښتې او نا امنۍ را منځ ته شوي دي،نو دې کار افغان دولت هم ناخوښه کړی،او ډېر ځله يې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه پر پاکستاني لوري نېوکې کړې دي ،بل خوا ګڼ شمېر هغه هېوادونه چې سرتيري يې دلته په افغانستان کې د افغان دولت له مخاليفنو سره په جګړه بوخت دي ،هم په وار وار پاکستان ګرم ګڼلی چې وسله وال کسان د ډيورند کرښې په بله خوا کې روزل کيږي او بيا د جګړې لپاره افغانستان ته راځي،نو دوی تل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان له کوښښونو څخه ناخوښ دي او د ډېر څه کولو هيله ترې لري .
اوس مهال د لويديځو هېوادونو په محفلونو کې د طالبانو او القاعدې سره په جګړې کې دپاکستان رول ته په منفي بڼه او سترګه کتل کيږي،چې ښايي مشرف ددې سفر له لارې هغې بڼې ته بدلون ورکول خپله يوه بله موخه وبولي .
دغه راز د بهرنۍ نړۍ سربېره په پاکستان کې دننه کړکيچنو حالاتو هم د نړيوالو پام وراړولی دی،د بېلګې په توګه د اسلام أباد د سره جومات له پېښی څخه را پيل،بيا د ستر محکمې له مشر يا قاضي القضات افتخار احمد چوهدري له دندې ګوښه کېدو او د هغه د پلويانو لخوا لاريونونه،په پاکستان کې د بيړني حالت اعلانول،د پخوانۍ صدراعظمې بينظير بوټو د وژل کېدو او ورته نورو پيښو د مشرف حکومت له ګڼو پوښتنو سر او ننګونو سره مخ کړی دی .بريتانيا خو أن د ټولګټو يا کامنويلت هېوادونو په ټولنې کې د پاکستان غړيتوب هم وځنډاوه.
همدا شان ولسمشر پرويز مشرف او دده له حكومت تر ډېره بريده، په هېواد کې دننه د سياسي ډلو پر وړاندې د راتلونكو ټاكنو او د يوې ملي واكمنۍ د رامنځ ته كېدو پر سر په ناندريو بوخت دی او بل پلو د پاکستان اوسنی حكومت د بشري حقونو او د ديموكراسۍ په نه پلي كولو او زورواكۍ باندې هم تورن دى .چې پخپله مشرف او د هغه پلويان بيا دا شان تورونه ټول رودوي،هغه اروپا ته پخپل وروستي سفر کې وويل چې وروستۍ کړنې يې د پاکستان د ساتلو لپاره دي .
مشرف دغه راز له لويديځو هېوادنو وغوښتل چې د پاکستان د بشري حقونو حالاتو ته د واقعيتونو په چوکاټ کې وګوري،او دده پر اوږو د بار اچولو پر ځای مرسته ورسره وکړي،دغه راز هغه د بينظيرې په مرګ کې د خپل حکومت لاس درلودل هم رد کړل .
مشرف ژمنه وکړه چې راتلونکې پارلماني ټولټاکنې چې ټاکل شوې په راتلونکې عيسوي مياشت کې تر سره شي رښتينې،خپلواکې او عادلانه وي .
مشرف دغه راز د ناټو تړون په غړو هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر وړاندي روانې جگړې ته نور سرتیري ورولیږي .هغه دلندن په يو پوهتنون کې د خبرو پر مهال د افغانستان د دولت د مخالفينو پر وړاندي د ناټو د هغو سرتیرو شمیره خورا ټيټه وبلله کوم چې دا مهال په افغانستان کې په جگړو کې بوخت دي. هغه د خپل هیواد اوسني کمزوري حالات هم څو څو ځله ياد کړل او د مرستو غوښتنه یې وکړه .مشرف لویدیځ والو ته گواښ وکړ چې هیواد یې دترهگرۍ ضد جگړه کې اوس په یو نازک او کړکیچن حالت کې دی او که بیړنۍ مرسته ورسره ونشي نو د پاکستان ناکامي به په لویدیځ هم ناوړه اغیزي پرې باسي .
د شنونکو په أند دا مهال يو شمېر اروپايي هېوادونه د امريکا تر څنګ په أسيا په تېره بيا هند او پاکستان کې د خپل لازيات اغيز شيندلو په هڅه او يا هم سيالۍ کې دي،چې ښايي د پرويز مشرف اوسنۍ هڅې هم تر يو حده د هغه په خوښه پايله تر لاسه کړي،ځکه دا مهال د نورو اروپايي هېوادونو تر څنګ ،بريتانيا او فرانسه هند او پاکستان ته ډېره پاملرنه کوي چې ښه بيلګه يې د سرکوزي او ګوردن براون وروستي سفرونه ګڼل کيدای شي.خو د پاکستان د اوسني حکومت په اړه به يواځې د لويديځوالو خوشبيني د هغه هېواد اوسنۍ ټولې ستونزې او ننګونې له منځه يو نه سي ،ځکه په پاکستان کې دننه د روان کړکيچ لمن ورځ تر بله پراخيږي.او داسې ښکاري چې د مشرف د حکومت مخالفين هم د خپلو شرطونو د پوره کېدو پرته په بل څه نه قانع کيږي،چې اوسنی حکومت به أسانۍ غاړه ورته کېښنږدي .