د جګړو لیډرانو/د بشري حقونو سرغړونکو/ جنګي جنایتکارانو پرون لاڅه ان چې اوس هم د بن غونډه ( د افغان وژنې تړون وه) د سولې په نامه یاده وی.
سیاسي مداریان/دشتمنیو لیوان اود واک لیوانیان هاغه وخت چې په جرمني کې په وینا د دوی د سولې د راوستو په موخه راغونډ شوی وه.
هره ورځ د نوروهیوادو دمیډیا په شان د بلجیم رسنیو هم د ګولېو/توغندېو/بمونو اورول د مړو/ټپیانو دکډوالو د کتارونو د کورونواو ودانیو ویجاړیوآنځورونه ښوول.زړه بوګنونکي یې لا داوه چې په عینې شیبه کې به د تلویزون په ښیښه لیکل شوی وه امریکا له خپل غلیم نه غچ اخلي.هاغه غلیم چې نه اتایزم/صیهونیزم او وهابیزم په نامه ترهګر یې پېژانده او نه د صلیب،هاغه چې د ربانی د واکمنۍ د مودې راهیسې له بورې سره دسهاردچای دغرمۍ د پتېو اود ماښامنۍ د پیاوی دلرلو په آرمان وه.
د انسانیت /عدالت اواخلاقیت دښمنانو په بن کې د ۱۳ورځو په دننه کې د سولې په نامه (افغان دښمنۍ)سندیې لاسلېک کړې.چې دهرې کرښې مطلب اومانا یې دښمني ته سرعت /وسعت/دوام اودښمن وژل دي.دستونزې/کړکیچ اودښمنې د له مینځه وړلو په اړه يوه زو نګه هم په کې نده راغلې.سند کې د زغم/عقل او منطق پرځای له جنګي احساسا تو او جذباتو نه کار واخستل شو.ښکېلاک ګرو د دښمن دوژلو په شعارټول پښتانه یې د درندو او سپکو وسلو د اورلاندې راوستل.خلک یې قتل عام او مېنې یې ړنګې کړی تمه یې وه چې په ډېر لږ وخت کې به په ودانه اوآباده کې د دښمن ریښې وچې کړي.خودهېلې خلاف یې ډېر ژر ان دښتې/بیدیاوې اوغرونه هم د دښمنې په سنګرو بدلې شوې. ډېرو ته به دالاندې پوښتنې پیدا شوی وی.
۱: د ۱۱د سپتمبر نه وروسته ولې د طالبانو/اسلامي حزب او امریکایانو ترمینځ توده دښمني وزېږېده. ۲ :ولی پسې پراخه /غبرګه اواوږده شوه.
۱ځ:د بن په غونډه کې ولسمشربوش د جګړه مارو ډلګیو ترمینځ بې پرې،عادلانه او عقلاني قضاوت ونکړ.داسې نده چې دنظارشورا/جمعیت/وحدت اودجنش مشران دیووالي / پخلا ینی/ سولې لیوال، دتخنیک/پر مختګ /مدنیت استازی اوټول منلي کسان وه دملي واکمنۍ لپاره وړاومستحق نومیالي افراد وه.عوام یې وژلی اوهېواد یې کنډواله کړی ندی؟ چې سیاسي واک یې وروسپاره. د دوې په ان یوازی حزب اود طالب مشران دجګړو اتلان/دبشري حقوسرغړونکي او دمدنیت وژونکي دي،نه چې هغوی له وا ک نه ګوښه او په کې شریک یې نکړل بلکی څراغ په لاس دسوړو/څمڅو او غارونوپلټل وروپسې پیل کړل.ټول جنوب لوېدیځ میشته پښتانه د دودیزو جامو/واسکټ اوپاج لنګوټو په سر دطالب په تور بندیان او د وسلو نښه شول،په کوژدواو وادونو یې بمونه وه اورول لیکن سیالان یې چې په غیر انساني/اسلامي اواخلاقي کړونو کې تر ټولو مخکې دي ونازول شول.یقینآ چې همدی توپېريکړو یې ترمېنځ توده دښمني وزېږ وله .
۲ځ: په دا درې لسېزو کې چې د کیڼ او ښې اړخومطرحو ډلګیو زورواکېانې په سوله غوښتونکي ولس راغلی/لاړی اولاشته. په دوی کې خلق/پرچم او اسلامي حزب په کور دننه مایه نیولی نور ټول په پاکستان او ایران کې تومنه شوی.په حقیقیت کې ټولې ډلې او ټپلې که په کور دننه یا بهر تومنه شوی د ټولو ډلګیو لومه اوشومه یې بهرنې ده شعور اواحساس یې پره دي دي. یوازی کالبوتونه یې افغاني دی. په کابل کې د هری ډلې حکومت په آر کې د ملاتړ کونکي هېواد واکمنيوه او ده.
شمالي ټلواله حزب او طالبان د ای اس ای اولاده نوموې ولس هم وایې چې پنجابیانو داهګۍ شاربلي او مور یې پاکستانې پوځیان دی. همداشان افغانان شمالي ټلواله زراعتي چرګوړو ته ورته ګڼي.دا خسکي هګي دماشین په تودوخې چرګوړي شوی پلارخو هسې هم نلری اوس یې مورهم ورکه ده.په هرډېران کې چې د کوړغږ واوري دوی وردانګي. دا څرګند حقیقت دی چې ایران/ روسیه اوهند د ټلوالې اصلي روزنکي/ښوونکي اوملاتړ کونکي دي.خو رباني او د نظار شورا ډېرو سرلارو په پاکستان کې ۱۳ کاله ژوند کړی. ای اس ای ورته امنیت نیولی وه، وسلې او پیسې ورکولې سیاسي اعتباراوشهرت نه یې برخمن کړل. خوکله چې روسانو دکابل واک وروسپاره سپکې سپورې یې ورپسې پیل کړی لیکن رباني اوملګرو یې چې دروسي یرغل په وړاندی د جهاد بغارې وهی د خپلې امپراتورۍ د دوران راهیسې تر نن پوری یې په افغان وژنه روسان غندلي ندی بلکی تل یې د مالي او پوځي مرستو څخه مننه ترې کړی.
منطقي/عقلاني اوسوله ایز قضاوت اوانساني پریکړه خو دا وه چې د معلوم الحالو ډلګیو له اول نه تردرېمې کچې کسان د تېروجنایتو په سرمحکومو ته وړاندې کړي وای. خوبر عکس هغوی یې واکمن کړل.لیکن افغان ولس یې د پخوا شان له واک نه بې برخې کړ.ان د ولس د ټیټی کچې یوتن یې هم په واک کې ونه منه.ډېره کي( پښتنانه)یې په لږه کيو کې راوستل،۶۵سلنه یې ۳۸ته را تیټه کړه.دلږه کیوشمیره یې لوړه کړه یوازی تاجکا نو ته یې ۵۵ سلنه سیاسي واک ورکړی په ټوله کې ټلوالې ته ۷۵ سلنه واک سپارل شوی. مانا داچی د ایران/ هند او روسیی ګټی په پورتنۍ شمیرې خوندي شوی. پاکستان چین عربي نړۍ دا کړنه دخپلوملي اواستراتېژیکي ګټو په ضدعمل وګڼه نو پدې وجه یې د وسلوالو مخالفینو شاه وټپوله مالي اوپوځي ملاتړ یې پیل کړ.
غربیانو چې جنګي مجرمین/دبشري حقوسرغړونکي اوپخواني قاتلان یې پر مظلوم ملت بیا واکمن کړل هغوی هم دغصی له مخې دوسلوالو مخالفانو پخواکې ودرېدل نوځکه ټول کورنی اوبهرنی د امریکا ضد خواه بدي په یوه سنګر کې یوځای شول.
د غربیانو مجهز/پرمختللي او پیاوړي جنګي ماشین د۸کالو په موده کې نه چې دښمن یې له مینځه وړی وی؟بلکې د پخواپه پرتله اوس په شمېرډېر/په پوځي قوت پیاوړی اوپه لوړه جنګي روحیه ډاګېزه شوی.کرکه/نفرت اودښمني په ټوله سېمه کې خوره شوې. نړۍ والې ټولنۍ د دښمن وژنې په جګړه کې د انساني او مالي ستر لګښت ناکامه/ کړکیچنه او اوږد مزله ستراتیژی پرمخ بیایې، آړینه ده چې دسبا پر ځاې همداشېبه یې ودره وې. پدی چې د رسنیو درا پورونو په بنیاد پدې ۸ کالوکې۷۰۰ میلیارد ډالر/ یوزر بهرني پوځیان اودیولکو په شاوو خوا کی ملکي او پوځي افغانان یې وخوړل. لا هم هدف ته رسېدل محال دي.
امریکایانو! نوردجنګي جنایت کارانو دخوښه ولو په موخه په بډوکې دمظلوم ملت ټولنیز /اقتصادي اوسیاسي حق مه ورکوې، په آزمایل شووبګیل جنګي ډلو تکیه او پانګه ونه بس کړی.د افغان ملت د قومی جوړښت د سلنۍ دلږوالي او ډیر والي نه لاس واخلې. بېغرضه/ریښتینې ولس او وطن پال کسان په واک کې ګډ کړی، د مساوی حق لرونکي شریک په شان معا مله ورسره وکړې نه د بادار اومذدور په څیر،د وسلو شپلې د دخلکو له سرو وګرځوی،په کورویې چاپې مه اچوی.پدې کړنه به دښمنې له مینځه ولاړه شې دملت ملاتړ به د ځان کړی.همدوی به په کورنیو او بهرنیوجګړه مارو ځمکه سوراور تسلمې اویا تیښتې ته آړ باسي. اوکه د یاد شوي مالي لګښت ۷۰یمه سلنه په رېښتنې ډول په پنځو راتلونکو کالو کې دښوونې روزنې/روغتیا/اوبو/بریښنا او په کرنیزه برخه کې ولګوې د بیوزلې/بیکارې کچه به کمه شي،دژوند لوړنیوآړینوڅیزونوڅخه به برخمن شي،دروزهنیزو،ښوونیزومرکزونو/ښوونځیو/پوهنتونو په جوړیدوبه خلک دکسب/کمال پوهۍ خاوندان شي.اود د سربېره د انساني ضایعاتو اود وینوتویدومخنوي به وشي،ننني دښمنان به د ملګري غږ درباندی کوي اوپه سیمه کې به اورپکي / بنسټ پالي او دا ۸ کلنه توده دښمي له مینځه لاړه شي او که روانې پالیسي ته تمبه شې .
د مظلوم افغان ولس تر څنګ به تاسو هم د اوس په شان د مالي او ځانې لګښت ورته بیه ورکوي خو دښمن به ډېر شي او لږنه. پدې هیله لیکنه پای ته رسوم چې امریکایې چارواکي د احساساتو او جذباتو پر ځاې عقل اومنطق وکاروي.