نن جمعه مبارکه وه ، دکلي دجامع مسجدامام چې کله دجمعې له فرضو سلام واړاوه نوپه ښۍ خواراوګرځید اومقتدیانوته یې هم دکیناستواشاره وکړه دغه وخت یې نوپه داسې جوش اوخروش دعاپیل کړه چې ماله دې وړاندې نه وه لیدلی ددعادمنځ ټکی دهلمند ولایت مارجه وه چې همدااوس په کې خارجیانو سخت عملیات پیل کړي دکلي سپین ږیريوچې ددعاپه مهال یې ځینو دپټکیو شملې سترګوته نیولې وه سویو اوریږدیدلو غږونو یې په خټین جومات کې یوه غمجنه انګازه جوړه کړې وه دملاصیب غږ هم شیبه په شیبه لوړیده اوپه پای کې خو یې له ډیرې تضرع مخ داسې تک تور واوښت چې سړي ورته کتلی نه شوای …
دادمارجې په حق کې لومړۍ دعانه ده چې زه په کې شریک وم له څوورځو راهیسې همداحال دی دعملیاتوپه لومړۍ شپه زمونږ دمدرسې ملاامام دماخستن له فرضووروسته په داسې وخت کې په مقتدیانوددعاغږوکړچې خلکو زیاتي صفونه ماتول دلته هم دمارجې دحفاظت په پار سلګونه لپې ترځنډه دخدای حضورته پورته وې په سباچې د درس لپاره دمدرسې دارالحدیث ته حاضرشوم دمسلم شریف په ساعت کې استاد ته چیټ ورغی چې مارجې ته دعاوکړي دلته هم دغوړیدلو کتابونوپه وړاندې یوه له غریوه ډکه دعاوشوه داسې دعا چې ځینوطالب العلمانو سرونه پټ کړي وه اودلپوپه ځای یې دحدیثوکتابونه لوړکړي وه استادپه عربي الفاظو اوږده دعاوکړه چې په بیابیایې مارجه په کې یادوله ،دمارجې لپاره ددعاګانوداسلسله دطالب العلمانو داونیزو انجمنونو په مهال هم له پامه نه وه غورځول شوې اوکله چې دپنج شنبې په وروستي ساعت کې کتابونه کت شول بیایوه فوق العاده دعاپيل شوه زمونږ سپین ږیری استاد چې تردې مهاله یې ماداسې ژړانه وه اوریدلې داځل یې نوددعاپه مهال ښه زړه تش کړچې ورسره یې دشاګردانوسترګې هم نمجنې شوې …
خدایه ته یهوداونصاراشرمنده کړې
خدایه ته موغاور سې بل غاورنلرو
خدایه که داوړه ډله(دمارجې مجاهدین) هم ناکامه شي نوبیابه څوک ستاپه دین غیرت کوی …چې په دې سره یې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هغې دعاته اشاره وه چې دبدرپه ورځ یې فرمایل (ربی لوانهزمت هذه العصابه لم تعبدفی الارض ..)
دجهاد اواسلام خواخوږو دمارجې د جګړې په اړه دعاووته داسې مهال زورورکړی چې بله غاړه امریکایان اونورانډیوالان یې درګرده دپوځي اکمالاتو ،تازه دمو پوځیانو،هیلي کافترو اودماین کشفوونکو وسائلو خبري کوي اووايي په مارجه کې یې خپل وروستی تخنیک اوامکانات ګمارلي ترڅوطالبان وځپي .
داښایي لومړنی ځل نه وي چې دوه سره متحاربې ډلې خپلې وروستۍ هڅي په کاراچوي ترڅودجګړې په ډګر کې (دګزاومیدان په وخت )خپله بریایقیني کړي معمولادهرې جګړې په وخت سره ښکیلې خواووې خپل شته امکانات نه سپموي اوتروروستي حده یې دپه کاراچولوکوښښ کوي چې همدې حقیقت خو په نړیواله کچه ډیرځله نورې نادودې هم له ځان سره درلودلې لکه دساري ډول چې داتومي وسلو اوبالیستیکي توغندیوتولیددشرقي اوغربي زبرځواکونوترمنځ دوسلو جوړولو سیالی راوپاروله .
خودمارجې په جګړه کې خبره بیخي بل ډول ده داځل دوسلو اوتوغندیوسیالي نه ده راپاریدلې بلکې که په یوه جمله کې ووایو (دزور اوزارۍ)ترمنځ دسیالۍ اوراننګولو میدان ګرم شوی یوخواجنرال مکرسټل اوکاري ګروپ یې دی چې دخپلوتازه دموسرتیرولپاره دپرمختللیووسایلو،څرخکو،ماین کشفونکو،دشپي دوربینونواودقیقو استخباراتودمیندلواورارسولولپاره لاس اوپښې وهي ترڅودمارجې په خطرناکه جګړه کې دطالبانوپه وړاندې ترې کارواخیستل شي ،اوبلې خواته بیاسرپه لاس افغان سرسپارلي دي هغوی چې دسترنړیوال هوایي اوزمیني ځواک په وړاندې یې هوایي مدافع په زنګ وهلودهشکواوزیګویو کې خلاصه کیږي هغه وسلې چې له هرې ضربې سره بندیږي اوپه اپاچې هلیکوفترو له کرامتي اغیز نه پرته هیڅ تضمین شوی اغیز نلري دناټوسترټانګونه چې یوازې RPG32 پرې اثرلري دوی په هغوروسی RPG7 باندې ورسره مقابله کوي چې میلان اومرمۍ یې ټولې ایکسفایر دی اوپه هروپنځوکې درې پوچیږي دغه رازیې نورې سپکې وسلې هم همداسې درواخله ،نودې وضعې ته په پام سره یې ځکه اوس په بشپړه توګه له وسلو اوزورازمایلوڅخه زړه سپک کړی اودعاګانو اوزاریوته یې زور ورکړی ویل کیږي چې تردې وړاندې هم طالبانو داډول سترې جګړې تل ددعاګانوپه بدرګه اودتوکل محض په زورګټلي دي ځکه له پوځي لیدلوري په افغانستان کې دناټواوطالبانومخامختیااودقوې توازن په هیڅ ډول دتوجیه وړنه ده .
زماله نظره خودمجاهدینوداابتکار هغه څه دی چې په بشپړه توګه سرله اوسه ددوی بریایقیني کوي ځکه داسلامی امت دسترو فاتحینواوصحابه کراموپه اړه مې اوریدلي چې ویل به یې مونږپه دوه ډوله وسلو جنګیږو یوهغه ډول وسلې دي چې کله خطاشي اوکله په هدف ولګیږی اودوهم ډول هغه دي چې خطاکیدل یې نشته اوخامخاهدف له منځه وړي لومړی یې نیزې تورې اوغشي دي اودوهم ډول یې دعامو مسلمانانومظلومانو اومخلصومجاهدینودعاګانې دی چې دجهاد دبریالپاره یې کوي .
دغه ډول ددعااوالهي درګاه ته دزاریو اوخپل ضعف ښودلو په باره کې بیشمیره فضائل اوفوایدراځي چې داهم منل شوي ده چې تقدیریوازې په دعاسره ردکیدلای شی ..په هرحال که موضوع نوره سره راوسپړو ښایي اوږده شوراځئ اوس ددې نامساویانه پيل شوي جګړې پایلوته انتظارشوخودې ته موبایدپام وي چې په جګړه کې مهمې دهغې اوږدمهالي پایلې وي نه آني اوسطحي بریا.