د امريکا په نيوجرسي ښار کي يوه کوچنۍ الوتکه د ناستي پر مهال لوېدلې چي څلور تنه پکښي مړه سوي دي.
چارواکي وايي دا يوه شخصي وړوکې الوتکه وه چي معمولاً يې امريکايي سرمايه داران د خپلو شخصي سفرونو دپاره استعمالوي.
د الوتکي د لوېدو علت د ناستي پر مهال پر رن وې باندي ښويېد په ګوته سوي دي.
چارواکي وايي په الوتکه کي ټول پنځه تنه ناست وو، چي څلور يې مړه او يو تن تر اوسه ورک دئ.